د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان کې تر ټولو د ناوړې قحطۍ او لوږې مخه ونیول شوه


نړیوالې ټولنې تیر ژمی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د لارې د افغانانو سره بشري مرستې وکړلې.
نړیوالې ټولنې تیر ژمی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د لارې د افغانانو سره بشري مرستې وکړلې.

پداسې حال چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تقریباً شپږ میاشتې پوره کیږي او د ژمې د راتګ څخه وړاندې په افغانستان کې تر ټولو د ناوړه لوږې او قحطۍ خبرداري ورکړل شوي و، خو ملګري ملتونه وایي چې د نړیوالو بشري مرستو له کبله ددې کار مخه ونیول شوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز، چې د امنیت شورا ته یې د افغانستان د وضعیت په هکله معلومات ورکول، وویل چې دا اقدامات لنډمهالي دي او زیاته یې کړه چې دا بشري مرستې افغانانو ته پخپل ځان د بسیا کیدو هیله مندي نه ورکوي.

میرمن لاینز وویل، " مهمه ده چې مونږ شپږ میاشتې وروسته په هغه وضعیت کې نه اوسو لکه شپږ میاشتې وړاندې چې وو او هغه دا چې په بل ژمي کې میلونونه افغانان د قحطۍ سره مخ وي او زمونږ سره د مرستې کولو لپاره یوازینۍ لار بشري مرستې وې چې په لوړه بیه تمامیږي او ثابتې هم نه وي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د دې وخت رارسیدلی چې اړوند هیوادونه د افغانستان د نویو چارواکو سره تعامل وکړي.

دیبورا لاینز چارشنبه فبروري ۲(کب۱۱) د امنیت شورا ته وویل چې د نړۍ لخوا د نه پریکړې کولو له کبله په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ستونزو سره مخ شوي او دې کار افغان ولس د ستر نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همدغه راز وویل تر ټولو ستره ستونزه چې اوس مهال افغانستان ورسره مخ دی، خراب اقتصادي وضعیت دی ځکه چې ډیر کاروبارونه بند شوي، په خلکو کې بې روزګاري ډیره شوې او د هغو کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی چې د لوږې سره مخ کیږي.

طالبانو څه باندې شپږ میاشتې کیږي چې په افغانستان کې واک نیولی او د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه دا ډله په رسمیت نده پیژندلې. سره لدې چې یو شمیر هیوادونو د ملګرو ملتونو د بیلا بیلو ادارو له لارې د افغانستان سره بشري مرستې کړې خو دا مرستې یې مخامخ طالب چارواکو ته ندې ورکړي.

خو ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو سره د ګډ کار کولو پرته د افغان ولس سره مرسته کول به امکان ونلري.

ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو سره د ګډ کار کولو له لارې دا اداره کولی شي چې د افغانانو په ډیرو مسایلو کار وکړي.
ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو سره د ګډ کار کولو له لارې دا اداره کولی شي چې د افغانانو په ډیرو مسایلو کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم دا ومنله چې د طالبانو او نړۍ تر منځ بې باوري شته خو تر څنګ یې دا هم وویل چې طالبان داسې احساس کوي چې په نړیوالو راپورنو کې د افغانستان وضعیت هغه شان چې دی او یا دوي (طالبان) یې احساس کوي، هاغسې یې په اړه راپور نه ورکول کیږي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د مخکني حکومت په پرتله د ملکیانو مرګ ژوبله ۷۸ په سلو کې کمه شوې، فساد او رشوت کم شوي او د نجونو او هلکانو ښوونځي هم بیرته پرانیستل شوي.

طالبان دا ادعاوې پداسې حال کې کوي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۵ نېټه کابل ته ته تر داخلیدو وروسته هغوي د خپل حکومت له اعلان سره سم په خلکو ځینې محدودیتونه ولګول چې په هغوی کې د نجونو او ښځو په کار،‌ تعلیم، سیاسي چارو کې په اشتراک او دا ډول نورو فعالیتونو بندیز شامل دی.

دا مهال د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي تړل شوي او د روغتیا او معارف پرته په نورو برخو کې هم ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبان پداسې حال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کمیدو خبر کوي چې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې طالبانو د روان کال د جولای او اګست په میاشتو کې د ولسوالیو د نیولو په ترڅ کې یو شمیر قومي او مذهبي اقلیتونه، افغان پخواني ځواکونه او د مخکني حکومت پلویان شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

دغه سازمان د طالبانو له لورې په پنجشیر، کندهار، غزني او دایکندي کې ډله یزو وژنو ته په اشارې ویلي چې هغوی په "غچ اخیستونکو بریدونو" کې په لسګونو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

ددې سازمان د معلوماتو په بنسټ طالبانو په پنجشیر ولایت باندې په برید کې لږ تر لږه پدې ولایت کې ۲۰ تنه نیولي او شکنجه کړي دي. پدې رپوټ کې راغلي دي چې طالب جنګیالیو دغه بندیان په یو ځای کې بندیان کړي او د دوو ورځولپاره یې هغوی ته د اوبو، خواړو او درملو له ورکولو ډډه کړې ده.

په رپوټ کې راغلي چې طالبالنو د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ، غزني او دایکندي کې د پخواني حکومت پلویان او هزاره ګان وژلي دي.

خو ددې ټولو سره سره، یوناما وایي چې لا هم په افغانستان کې د صحرایي وژنو، جبري تري تمه کیدو، خپلې سري نیونو او په اساسي حقونو د محدودیتونو په هکله ورته راپورونه رسیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشرې ومنله چې وضعیت پیچلی دی – منفي او مثبت اړخونه لري خو زیاتوي چې د افغانانو د مهمو موضوعاتو په هکله دا اداره په هغه صورت کې ډیر فعالیت کولی شي چې د طالبانو سره ګډ کار وکړي.

د طالبانو د راتګ څخه وروسته څو ځله میرمنو په ټولنې کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په خاطر اعتراضونه وکړل چې ځیني یې طالبانو وځپلې او آن بندیانې یې کړې.
د طالبانو د راتګ څخه وروسته څو ځله میرمنو په ټولنې کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په خاطر اعتراضونه وکړل چې ځیني یې طالبانو وځپلې او آن بندیانې یې کړې.

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډې کې د مدنې ټولنې یوې غړې مریم صافۍ بیا د یوناما څخه وغوښتل چې په افغانسان کې د نر او ښځو برابرښت، د نجونو او میرمنو حقونو ‎، په ټولنې کې د هغوي د برخې لرلو او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

میرمن صافي همدارنګه د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو چارو کې میرمنو ته د برخې په ورکولو ټینګار وکړ.

سره لدې چې طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته ویلي و چې د میرمنو د حقونو درناوی کوي او هغوي ته به په چارو کې ونډه ورکوي خو د طالبانو په سرپرست حکومت کې یوازینی لوړ مقام د ملالۍ زیږنتون ریاست دی چې میرمنو ته ورکړل شوی او په کابینې کې هیڅ میرمن نشته.

په غونډې کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شاردافیر نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سیاسي موافقې او ټول شمولیت لپاره د هر ډول بین الافغاني خبرو اترو لپاره باید د داسې افغانانو سره سلا مشورې وشي چې اعتبار، مشروعیت او ښه شهرت ولري.

XS
SM
MD
LG