د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي


د ملګرو امنیت شورا
د ملګرو امنیت شورا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) وايي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

دغه ناسته ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ماښام مارچ دوهمه (کب ۱۱) د کابل پر مهال د ماښام ۷:۳۰ دقیقې پيل شي، یوناما ویلي چې رسنۍ کولای شي یاده ناسته په ژوندۍ بڼه نشر کړي.

یوناما زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینز به یادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا د یوې میاشتې په جریان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې تر سره کیږي.

تیره میاشت هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزونې په هدف یوه ناسته رابللې وه چې غړو یې د بشري بحران په ځانګړي ډول د بشري وضعیت او د طالبانو لخوا د محدودیتونو او پخوانیو سرتیرو او ښځینه فعالانو د نیولو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې تل پر داسې مهال د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي چې تازه په کابل او ځينو ولایتونو کې د طالبانو د کور په کور تلاشیو په اړه غبرګونونه راپورته شوي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سیاسي استازولۍ ویلي چې طالبان باید کور په کور د تلاشۍ عملیات بند کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان پرنت په یوه ټویټ کې د کور په کور تلاشۍ باندې انتقا کړی او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې باید ژر تر ژره یې بندې کړي.

دغه اروپايي دپلومات طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین د جنګ ترڅنګ، موږ له تاسو څخه هم نظارت کوو.

هغه لیکلي دي: «ترهه، د کورونو تالاشي، نیونه او د نورو قومونو د غړو او ښځو سره خشونت جرم دی او باید ژر تر ژره بند شي.»

د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کور په کور «تصفیوي عملیات» پيل کړي‌ او وايي که اړتیا وه نورو ولایتونو کې به هم دا ډول عملیات وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغو عملیاتو کې یې د داعش شپږ غړي او ۵۳ غله نیولي او یو شمېر دولتي وسایط یې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG