د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور: سعودي د خاشقجي په وژلو کې لاس درلود


جمال خاشقجي د محمد سلمان په هکله د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې انتقادي لیکنې کولې.
جمال خاشقجي د محمد سلمان په هکله د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې انتقادي لیکنې کولې.

د ملګرو ملتونو په یو خپلواک راپور کې د سعودي د ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل په قضیې کې سعودي عربستان مسؤل ګڼل شوی.

دا راپور چې ۱۰۱ پاڼې دی او نن د چارشنبې په ورځ (جون ۱۹مه) خپور شوی دا هم پکې ویل شوي چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان شخصي دارایې دې بندې شي او پدې قتل کې د هغه د احتمالي لاس لرلو په هکله دې نور تحقیقات وشي. ملګري ملتونه وایي "کره شواهد"شته چې باید نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري.

محمد بن سلمان او د سعودي عربستان حکومت د جمال خاشقجي په قتل کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د قتل ملامتي یې په څو "ناړامو جاسوسانو" اچولې خو د ملګرو ملتونو پدې راپور کې د خاشقجي په قتل کې د سعودي عربستان دولت مسؤل ګڼل شوی. په راپور کې ویل شوي چې د محمد بن سلمان په شمول دې د سعودي عربستان د جګپوړو چارواکو نه تحقیقات وشي.

جمال خاشقچي چې د سعودي د ولیعهد په هکله یې د امریکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې انتقادي لیکنې کولې، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې په ترکیه کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو. پدې راپور کې د هغه غږیز پیغام پر اساس د خاشقجي د وژل کیدو شیبه په شیبه معلومات ورکړل شوي چې ترکي چارواکو تر لاسه کړي و او د نړۍ سره یې شریک کړل.

ملګري ملتونه وایي د سعودي په قونسلګرۍ کې هغه ځای چې خاشقچي پکې وژل شوی، په بشپړه توګه داسې پاک شوی چې حتی د عدلي طب د معایناتو لپاره هم شواهد نشي پیدا کیدی. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د سعودي تحقیقات هم د ښه نیت له مخې ندي شوي او احتمال شته چې د عدالت پلي کیدو مخه نیول شوې وي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خاشقجې په قضیې د محمد بن سلمان ننګه کړې خو د دې راپور خپریدل ښایي چې په غربي هیوادونو کې د ښاغلي سلمان په هکله د خلکو نظر سخت کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د شپاړلسو کسانو نومونه په تور لیست کې اچولې چې پدې قتل کې دلاس لرلو شک پرې کیږي خو د کانګریس غړي بیا په جمهور رئیس ټرمپ انتقاد کوي چې ولې یې سعودي عربستان غندلی ندی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د خاشقچي په قضیې کې د پنځلسو کسانو نه پوښتنې ګرویګنې کیږي خو زیاتوي چې دا محاکمه دې وځنډول شي چې اصول او طرزالعملونه پکې ندي مراعت شوي. د دې کسانو د جملې نه یوولس یې د سعودي د قوانینو له مخې اعدام کیدی شي.

XS
SM
MD
LG