د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق د بشري حقونو نه د سرغړونو تورونه رد کړل


جنرال رازق د امریکا غږ سره په مرکه کې د شخصي زندانونو درلودل رد کړل
جنرال رازق د امریکا غږ سره په مرکه کې د شخصي زندانونو درلودل رد کړل

د ملگرو ملتونو د شکنجې ضد کمیټې د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باید د هغو تورونو په وجه محاکمه شي چې ددې کمیټې په وینا خلک یې شکنجه او په زور بې درکه کړي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ په اساس د سویس په ژنیو کې د شکنجې ضد کمیټې ویلي په کندهار کې د "شکنجې مختلفو رپوټونو سخت اندیښمن کړي چې زندۍ کول، په خیټه کې اوبه پمپ کول او برقي شاک ورکول" په کې شامل دي.

خو د کندهار امنیه قوماندان او د جنوبي ولایتونو اپراتیفي رئیس جنرال عبدالرازق چې په وینا یې ١٣ ځلې له تروریستي بریدونو بچ شوی، دغه تورونه ردوي او وايي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمیټې راپور له حقیقت څخه لرې دی.

جنرال رازق امریکاغږ ته وويل "د کندهار پوليس د قانون په چوکاټ کې خپلي چارې سمبالوي او مونږ د تروریزم ضد او جنايي پوليسو ادارې لرو، هر تورن کس چې د پوليسو له لورې نیول کیږي تر پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کیږي او له رسمي زندانونو پرته هیڅ شخصي زندان نلرو".

جنرال رازق وایي "دا راپور د هغو کسانو لخوا څخه ورکړل شوی چې زموږ څخه شخصي غوښتنې لري او کله چې غوښتنې يې پر ځای نشي بیا پر مونږ داسې بې اساسه ادعا وي کوي".

د ملگرو ملتونو د شکنجې ضد کمیټې په رپوټ کې راغلي چې دا کمیټه په خاصه توگه د یو شمیر "باوري" تورونو په اړه اندیښمنه ده چې د کندهار په امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باندې لگول شوي دي او وایي چې که هغه دا جرمونه شخصاً کړي هم نه وي خو په پراخه توگه په جرمونو کې شریک گڼل کیږي چې په کې د محاکمې پرته وژنې او د خفیه زندانونو د درلودلو په څیر د بشري حقونو نه سرغړونې شاملې دي".

د ملگرو ملتونو یو رپوټ چې تیره میاشت خپور شو ویلي وو چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ژمنو او د حکومت د نویو قوانینو سره سره د افغانستان د امنیتي قواو له خوا د بندیانو سره بد چلند او شکنجه کول د بل هر وخت څخه زیات شوي دي.

د افغانستان د چارو کارپوهان وایي په تیرو څه دپاسه ١٥ کلونو کې د افغانستان په گوټ گوټ کې د نړیوالې ټولنې او د امریکا پر مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر سیورې لاندې د بشري حقونو نه سرغړونې شوې دي. د هغوی په اند دا یواځې کندهار نه دی بلکه د پایتخت کابل په گډون په ټولو ولایتونو کې خپلسرو قوماندانانو او د حکومت وسله والو مخالفینو خلک شکنجه او ازار کړي دي.

دوی دا هم وایي چې ددې محکمې تورونه به هغه وخت باوري وي چې یو یا دوه کسان نه بلکه په افغانستان کې په جنایتونو باندې د ټولو تورنو کسانو په وړاندې یو ډول چلند وکړي.

په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتلو سره د کندهار ولایت چې د افغانستان ناارامه ولایت گڼل کیده په دې وروستیو کلونو کې په نسبي توگه ارام شوی دی او طالبان نه دي توانیدلي چې ددغه ولایت عمده مرکزونه ونیسي او یا هم کومه لویه گډوډۍ رامنځ ته کړي.

د ملگرو ملتونو دغې کمیټې پر افغانستان غږ کړی دی چې په جنرال رازق باندې لگیدلي ټول تورونه سم او بیطرفانه وڅیړي او ټول تورن کسان محاکمه کړای شي.

XS
SM
MD
LG