د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا به د لیبیا ۱،۵ میلیارده ضبط شوي ډالر آزاد کړي


Policemen are deployed to provide security amid riots in Meikhtila, Burma. Unrest between Buddhists and Muslims has reduced neighborhoods to ashes and stoked fears that last year's sectarian bloodshed is spreading into the country's heartland in a test of Asia's newest democracy.
Policemen are deployed to provide security amid riots in Meikhtila, Burma. Unrest between Buddhists and Muslims has reduced neighborhoods to ashes and stoked fears that last year's sectarian bloodshed is spreading into the country's heartland in a test of Asia's newest democracy.

د آمریکا متحده ایالات به ډیر ژر د لیبیا ۱،۵ میلیارده ضبط شوي ډالر بیرته ور ازاد کړي او د لیبیا ملي انتقالي ادارې ته به یې ورکړي. آمریکايي مامورینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغو پیسو ته ډیر زیات ضرورت شته چې د لیبیا خلګو ته اړین شیان لکه خوراکي مواد، د څښاک اوبه، او نور خدمات برابر شي.

دغه پریکړه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د لیبیا په هکله په دایرې شوې غونډې کې وشوه.

جنوبي افریقا چې د امنیت شورا غړی هیواد دی د ۵ ساوه میلیونه ډالري درو برخو مرستې له جملې نه یې د دوو سره مخالفت څرګند کړی دی ځکه چې دغه ملک لا ټي ان سي یا د لیبیا ملي انتقالي شورا د لیبیا د خلګو د یواځني رسمي او قانوني استاځي په توګه نه پېږني.

وروسته له هغه چې مخالفتونه پیل شول د آمریکا متحده ایالاتو د لیبیا د ملي انتقالي شورا غوښتنه د امنیت شورا ته راجع کړه او هلته که جنوبي افریقا یې مخالفت هم کړی وای که چیري ۹ نورو موافقې رایې وکړي وای ،نو هیڅ پروا یې نه کوله په دې شرط چې هیڅ وېټو رایه نه وای کارول شوې.

خو په پای کې دې ټولو ته اړتیا پیدا نه شوه، ځکه د آمریکا متحده ایالاتو موافقه وکړه چې د غوښتن لیک په متن کې بدلون راولي. د دې پرځای چې د لیبیا ملي انتقالي اداره وي، په متن کې د لیبیا مربوطې مراجعې ولیکل شوې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې مرستیالې روز میري ډي کارلو ددغه اقدام هرکلی کړی دی.

،،دغه پیسې به د لیبیا مربوطو مراجعو ته ولاړې شي چې دغه مراجعې د لیبیا ملي انتقالي شورا یا ټي ان سي ده. پیسې دقیقا هماغه ځای ته ځي چې موږ پخوا ټاکلی و.،،

آمریکایي مامورین وايي چې د څو ورځو په ترڅ کې به پیسې د لیبیا د انتقالي ملي شورا ولاس ته ورولوېږي.

په ملګرو ملتونو کې د جنوبي افریقا سفیر، باسو سنګو وویل چې ملک یې نه غوښتل چې مخکي د مخکي د لیبیا ملي انتقالي شورا په رسمیت وپېږني. هغه وویل چې ملک یې غوښتل د افریقايي اتحادیې سره چې د پنجشنبې په ورځ یې په ایتوپیا کې غونډه وکړه سلامشوره وکړي.

سانګو داسي وویل: ،،زما پلاوي غوښتل چې د افریقايي اتحادیې په غونډه کې سلامشوره وکړي او وروسته وروته شین څیراغ ورکړل شو. نو بنا دې نتیجې ته د رسیدلو نه مخکي د افریقايي اتحاد نظرونه په پام کې ونیول شول، حد اقل زمونږ د ملک د پلاوي له خوا.،،

د یادونې وړ ده چې د لیبیا مشر قذافي د افریقايی اتحاد د زیات شمیر مشرانو سره نږدې اړیکې درلودې او دغه اتحاد زړه نا زړه توب ښوده چې په لیبیا کې د مظاهرو د پیل نه د لیبیا د حکومت له خوا د خلګو ځپل وغندي. دغه راز افریقايي اتحادیې په لیبیا کې د ناټو پر هوايي بمباریو باندي هم نیوکې وکړې.

XS
SM
MD
LG