د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه حوثي یاغیانو ته: په تیلو بار بېړۍ ته پلټونکي پرېږدئ


پدې کښتۍ کې د یو میلیون نه زیات خام تیل بار دي.
پدې کښتۍ کې د یو میلیون نه زیات خام تیل بار دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یمن کې د یاغیانو نه غوښتي چې نړیوالو متخصصینو ته اجازه ورکړي چې په اوبو کې ولاړه کښتۍ معاینه کړي.

دا کښتۍ چې نوره زړه شوې او د یو میلیون نه زیات خام تیل پکې بار دي، د ۲۱۰۵ کال راهیسې په سرې بحیرې کې ولاړه ده.

ښاغلي ګوتریش ویلي چې د ۲۰۱۵ کال رپدیخوا ددې کښتۍ هیڅ ترمیمات ندي شوي او د دې خطر شته چې ښایي تیل بحر ته لیک شي، یا اور واخلي او یا هم د ېوې غټې چاودنې سبب شي چې په یمن او سیمه کې به د انسانانو او چاپیریال لپاره ناوړه عواقب ولري.

دا کښتۍ د یمن په بندر کې ولاړه ده چې کنټرول یې د حوثي یاغیانو په لاس کې دی.

ملګري ملتونو د شاوخوا دوه کالونو راپدیخوا د یاغیانو نه غواړي چې دې کښتۍ ته د ورتګ اجازه ورکړي چې د خوندیتوب معاینه یې وکړي.

حوثي یاغیانو څو ځله د ملګرو ملتونو سره موافقه کړې خو هر ځل یې پخپلو ژمنو وفا نده کړې. ملګري ملتونه وایي همدا چې اجازه ورته ورکړل شي او ویزې واخیستل شي، متخصصین یې چمتو دي چې د کښتۍ د معاینې لپاره یمن ته ولاړ شي.

د همدې کال د مارچ د میاشتې په ۲۷مې نیټې د کښتۍ ماشین ته اوبه ننوتي او د دې خطر زیات شوی چې ښایي کښتۍ به خراب شي او په اوبو کې به ډوبه شي او په کښتۍ کې بار تیل به په سیند کې خپاره شي.

ملګري ملتونه وایي چې د کښتۍ سورۍ شوې برخه په موقتي توګه جوړه شوې خو ښایي دا کار د ډیر وخت لپاره دوام ونکړي.

XS
SM
MD
LG