د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: تیره میاشت ملکي افغانانو ته تر ټولو خونړۍ وه


یوناما: تیره میاشت ملکي افغانانو ته تر ټولو خونړۍ وه
یوناما: تیره میاشت ملکي افغانانو ته تر ټولو خونړۍ وه

ملګرو ملتونو د روان زیږدیز کال د می په میاشت کې د ملکي افغانانو د وژنې کچه تر تولو لوړه او د اندیښنی وړ ښودلې ده.

د یوناما د ادارې له خوا د يو خپور شوي راپور پر اساس په دې میاشت کې د پیښو شویو جګړو له امله نږدی ۳۸۶ تنه وژل شوي او ۵۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وړاندیز کوي چې په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې باید د ملکي کسانو د ژوند د خوندیتوب لپاره پیاوړې هڅې وکړي.

دا راپور چې د یوناما له خوا چمتو شوی د ۲۰۱۱ کال د می میاشت د ملکي افغانانو په وژنه کې تر ټولو خونړۍ میاشت ښیي او وایی په دغه میاشت کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکي افغانانو شمیر خورا زیات دی.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې په دې راپور کې ویل شوي چې له هغه مهاله چې دې ادارې د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي دي یعنې د ۲۰۰۷ کال راهیسې، په تیرې می میاشت کې د نورو په پرتله تر ټولو زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

د یوناما د اداري د بشري حقونو د څانګې مشره جورجیت ګنیان اندیښنه څرګندوي چې د هوا په ګرمیدو سره به دا کچه نوره هم لوړه شي او د جګړې ټولو ښکیلو خواو ته یې وړاندیز کړی چې ژر تر ژره دې د ملکي کسانو د ساتنې او خوندیتوب لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

راپور دا جوتوي چې د می په میاشت کې ۳۰۱ کسه چې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو له خوا وژل شوي د ملکي تلفاتو ۸۲ سلنه جوړوي.

همدا رنګه حکومتي ځواکونه د ۴۵ ملکي کسانو په وژلو تورن دي او ۶ په سلو کې کسان هم په جګړه کې د بند پاته کیدو له امله وژل شوي چې د مرګ په اړه یې هیڅ یوه خوا هم مسوله نه ده ګڼل شوې.

د یوناما دغه راپور ښیي چې د می په میاشت کې ۱۱۹ کسان د ماینونو د چاودېدو له امله وژل شوي دي چې ددې ماینونو ایښودل هم د دولت ضد عناصرو ته منسوب شوي دي او د مخالفو ځواکونو له خوا ددغو توکو کارول د نړیوال بشري قانون ضد بلل شوي دي.

راپور څرګندوي چې ماینونه او چاودیدونکو توکی اکثره په ګن میشتو سیمو کی کرل کیږی له همدې آمله یې تلفات هم زیات وي.

لکه څنګه چې طالبانو ادعا کړی وه د پسرلي په رارسیدو سره به خپل بریدونه هم زیاتوی چی همداسې شوي او د پسرلنیو بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه په مخامخ جګړو کې او ۳ سلنه په هوایي بریدونو کی وژل شوي دي.

یوناما په دغه خپور شوي راپور کې د ۲۰۱۱ کال د می په میاشت کې د ملکي وژنو کچه د اندیښنې وړ ګڼي او د جګړو د ښکیلو خواو نه د ملکي وګړو د ساتنې او خوندیتوب غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG