د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: ولسي خلکو ته پام وکړﺉ


یوناما: ولسي خلکو ته پام وکړﺉ
یوناما: ولسي خلکو ته پام وکړﺉ

په افغانستان کی د ملگرو ملتونو نمایندگی ، په داسی حال کسی چه په راتلونکو میاشتو کی به جنگونه زور واخلی ، په ټولو جگړه مارو خواوو باندی غږ کړیدی چه د ولسی خلکو ساتنی ته پام وکړی.

په افغانستان کی د ملگرو ملتونو استازی ستیفن دی مستورا، پرون وویل ، حکومتی قواووی اود طالبانو قواووی، مکلفیت لری چه په ولسی خلکو، یا په هغو سیمو کی چه ولسی خلک په کی غونډیږی، لکه حکومتی ودانی، بازارونه او پارکونه باندی حملی ونکړی.

ښاغلی دی مستورا د یاغیانو نه وغوښتل چې بی دریغه چاودنی ونکړی ، یعنی د وچو او لاندو فرق وکړي، او د افغان او اتلافی قواوو نه یی غوښتی دی چې بی قاعدی هوایی حملی او د شپی له خوا حملی ونکړی.

د ملگرو ملتونو ددی بیان نه څو ساعته مخکی طالبانو اعلان کړی و چه د یکشنبی په ورځ د امریکا په رهبری په اتلافی قواوو او د هغوی په متحدینو باندی پسرلنی حملی پیل کوی.

د طالبانو د حملو د پیلولو د اعلان په اوله ورځ، د افغانستان په دوه ولایتونو کی په حملو کی ، د ، دوه پولیسانو په شمول شپږ کسه وژل شویدی او لس گونه نور زخمی شویدی.

د غزنی په ولایت کی یوه ټوپک والا، دوه پولیسان وژلی اویو لاروی یی زخمی کړیدی .

افغان مقامات وایی یو دوولس کلن ځان وژونکی چه د بمونو ډک واسکټ یی اغوستی و، د پکتیکا د برملی په ولسوالی کی د بمونو په چولو، د ځان سره څلور کسه وژلی او ١٢ نور یی زخمی کړیدی.

طالبانو ویلی دی چه نظامی اډو، او کتارونو، اوهمدا شان د سولی د شورا د غړو په شمول، په افغان مامورینو، حملی کوی. یاغیانوهمدغه راز ولسی افغانانو ته خبر داری ورکړیدی چه د اتلافی قواوو د فعالیتونو د ځایونو نه ځان لیری و ساتی.

د اتلافی قواو سره ملگرو لوړ رتبه امریکایی مامورینو، او په افغانستان کی غربی دیپلوتانو خبرداری ورکړی و چه یاغیان به حملی زیاتی کړی.

XS
SM
MD
LG