د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونو د ملکي افغانانو د تلفاتو د کچې په لوړیدو اندیښنه ښودلې


په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې د ملکي افغانانو تلفات د روان کال په تیرو دوو میاشتو کې زیات شوي دي.
په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې د ملکي افغانانو تلفات د روان کال په تیرو دوو میاشتو کې زیات شوي دي.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي " یوناما" دفتر په افغانستان کېپه پرله پسې ډول د ملکي افغانانو د تلفاتو د کچې په لوړیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده او د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي، چې د ملکیانو ژوندخوندیتوب ته دې کلکه پاملرنه وکړي.

" یوناما" له خوا نن د پنجشنبې په ورځ ( تلې ۴ مه) په یوه خبره شوې اعلامیه کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، چې د جګړې د ښکیلو ډلو لخوا په وروستیو ورځو کې د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې کمیدل، په ځانګړي ډول له توپیر پرته بریدونه زړه بوږنوونکې دي.

ښاغلي یاماموتو وویل: ” په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي. “

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې د سپټمبر په ۱۷ مه طالبانو په پروان ولایت کې د یوه ټاکنیزکمپاین په غونډه کې د ځانمرګي برید مسوولیت واخیست. په دغه برید کې دیرش ملکیان ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شول.

همداشان د " یوناما" د اعلامیې له مخې د سپټمبر په ۱۹ مه د زابل په ولایت کې طالبانو د هغه برید پړه ومنله چې ۲۵ تنه ملکیان پکې ووژل شول او ۹۳ نور ټپیان شول.

" یوناما" وايي، د دغه بې توپیره او ناانډوله موټربمب برید له کبله ورڅیرمه روغتون ته پراخه ویجاړي واوښته او پکې بوخت روغتیایي کارکونکي او ناروغانو ته سخت زیان ورسید.

" یوناما"ویلي، یوشمیر باوري رپوټونه ښیي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ لخوا د سپټمبر په ۱۹ مه په ننګرهارکې او د سپټمبر په۲۲ مه په هلمند کې د ترسره شویو هوایي بریدونو له کبله ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي، چې په ننګرهار کې شوي هوایي برید کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي او هم په هلمند کې د امریکایي او افغان ځواکونو لخوا ځمکني عملیات ترسره شوي چې د امریکا د هوایي ځواکونو لخوا یې ملاتړ کیده،لومړنۍ موندنې ښیي، چې هلته لږ ترلږه ۲۰ ملکیان چې زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دې وژل شوي او ټپیان شویدي.

ملګري ملتونه د جګړې له ښکیلو غاړو په ټینګه غواړي، چې ملکیانو ته د زیان رسیدو د مخنیوي لپاره دې ټول ممکنه احتیاطي تدابیر ونیسي

ملګري ملتونه ټول بې توپیره بریدونه غندي او غواړي، چې مسوول اړخ باید د هرې هغې پیښې د بې پرې، روښانه، ازادو او اغیزمنو پلټنو د ترسره کیدو ډاډ رامنځ ته کړي چې ملکیانو ته پکې تلفات اوښتي وي.

ښاغلی یاماموتو، ویلي”د سولې د ټینګیدو په موخه خبرې اترې د افغانستان پرمخ کې پرته یوازینې لاره ده. په داسې حال کې چې جګړه په افغانستان کې دوام لري، ټولې ښکیلې غاړې باید په جدي ډول د بشرپالنې د نړیوال قانون پر اساس خپل مکلفیتونه ادا کړي. “

ملګري ملتونو په دغه اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG