د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدیدشو


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې خپل حضور او د افغانستان سره رسمي اړیکې تصویب کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) یو پریکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې ددې سازمان حضور د یو بل کال لپاره تمدید کیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدارنګه د افغانستان سره پداسې حال کې د خپلو سیاسي اړیکو د ساتلو لپاره رایه ورکړه چې طالبان څه باندې ۶ میاشتې کیږي واک ته رسیدلي او تر اوسه هیڅ یو هیواد یا سازمان هغوي په رسمیت ندي پيژندلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پریکړه لیک په افغانستان کې د دې نړیوال سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدیدوي چې ویل کیږي د سولې او ثبات د تامین لپاره "مهم" دی.

په پریکړه لیک کې د طالبانو نوم ندی یاد شوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه پریکړه لیک ته ۱۴ مثبتې رایې ورکړل شوې خو روسیې په رایې اچونې کې برخه وانخیسته.

پخوا داسې اندیښنې وې چې روسیه ښایي دا پریکړه لیک ویتو کړي.

د پریکړه لیک مسوده ناروې ترتیب کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې مونا جول د پریکړه لیک د تصویب څخه وروسته وویل، " د یوناما دا نوی ماموریت نه یوازې په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران ته په عاجله توګه ځواب ویلو ته بلکې په افغانستان کې د سولې او ثبات رسیدو لپاره زمونږ د ټولو د هدف لپاره مهم دی".

د پریکړه لیک د تصویب کیدو نه وړاندې د امنیت د شورا یو دپلومات د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې روسیې او چین چې دواړه یې د شورا دایمي غړي دي او د ویټو حق لري، تیره ورځ یې د پریکړه لیک په هکله د خبرو مخه نیولې وه.

دا دواړه هیوادونه وایي چې په نوي پریکړه لیک کې د بشري حقونو موضوع ټه ډیر اهمیت ورکړل شوی.

هند او برازیل هم د متن د اصلاح غوښتنه کړې.

په ملګرو ملتونو کې د مسکو د استازي مرستیال دمیتري پولیانسکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي " متن زمونږ د موقف څرګندوی ندی".

په پریکړه لیک کې د یوناما څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د سیاسي ډلو سره دې خبرو اترو ته دوام ورکړي او په ملي او سیمه ایزې کچې دې د جنسي، توکمیز او مذهبي توپیر پرته د ټولشموله، ځواب ورکوونکي او پداسې حکومتدارۍ تمرکز وکړي چې ټولو پکې برخه او استازیتوب ورکړل شوی و.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې او غربي هیوادونو تر منځ د مخالفت چې د پخوا نه هم و په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله لا پراخ شوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو غړي ویلي چې دا خلا دومره پراخه شوې چې د اجماع تر لاسه کول ګران شوی.

XS
SM
MD
LG