د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د اټومي گواښ سیوری


د ملگرو ملتونو په سږنۍ عمومي غونډه کې به د نړۍ مشران راټول شي او ددوشنبې په ورځ به خپلې خبرې پر نړۍ والو مسایلو پیل کاندي.
د ملگرو ملتونو په سږنۍ عمومي غونډه کې به د نړۍ مشران راټول شي او ددوشنبې په ورځ به خپلې خبرې پر نړۍ والو مسایلو پیل کاندي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ به داول ځل لپاره په نړۍ وال دریځ راڅرگند شي. په دې غونډه کې به د نورو مسایلو ترڅنگ د شمالي کوریا د اټومي گواښ سیوری پر نړۍ واله اجنډا خپور وي.

د ملگرو ملتونو دامنیت شوری پرشمالی کوریا تیره دوشنبې یوازې په پنځو اونیو کې د اضافي بندیزونو دویم پړاو په اړه هم گامونه اوچت کړل. دا کار د شمالی کوریا د رژیم د سپتمبر ددریمې نېټې د هایدروجن بم دازموینی په ځواب کې و. که څه هم امریکا ددغی مسودې په لیکلو، او ژر تر ژره منظورولو کې هڅې وکړلې خو ولسمشرټرمپ په دې وینا داهڅې بابېزه وگڼلې چې دا کومه ستره خبره نده.

د ملگرو ملتونو په دې ٧٢ یمه کلنۍ غونډه کې به د نړۍ والې سولې پر مسایلو خبرې وشي. امنیتي چارواکي ددې لپاره ځان برابروي چې د ١٩٣ غړېو هېوادونو د مشرانو د راتگ امنیت ټینگ کړي. په نیویار ک کې مظآهرې هم مخ په زیاتیدودي.

هغه استازي چې سږکال ملگرو ملتونو ته راځي زیاتره ېې د نړۍ وال امنیت او دشمالی کوریا په اړه اندېښنه لري.

د روهینگیایانو قومي وژنه تصفیه بلل شوېده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

د نړۍ په مشرانو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې نیویارک ته له روانیدونه مخکې وویل امریکایان د ٢٠١٥ کال له اټومي معاملی نه گټه اخیستلی شي؛ خو که چېرې خپل ناوړه خوی بدل کاندي.

د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل: امریکا یان له ماښامنۍ نه بې برخې دي که چېرې له خپلو بدو اخلاقو نه تیرشي، نو یوه نوې لاره غوره کولی شي او هغې کوټې ته راتللی شي چې د ماښامنۍ خواړه پکې دي. موږ په دې کې کومه ستونزه نه وینو.

دمتحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتو په وخت کې ویلي وو چې د تهران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټومي معامله درسته نده، هغه خپله خبره بیا تکرار کړله چې دی په دې باور دی چې ا یران د موافقې له شرایطو نه سرغړونه کوي.

د هند حکومت به د ملگروملتونو په دې کلنۍ غونډه کې د افراطیت، هوا د بدلون او په ملگرو ملتونو کې د اصلاحاتو د راوستلو پر مسله ټینگار وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د هند دایمي استازي سید اکبرالدین وویل: د ترهگرۍ یو برید په لندن کې وشو، دنړۍ په بله برخه عراق کې بل برید وشو. زموږ لپاره، د ترهگرۍ ضد هڅې په ملگرو ملتونو کې سږکال د پاملرنې مرکزي او مهمه مسله ده.

په نیویارک کې پرسړکونو خنډونه جوړ شوي دي، د سړک پر غاړه دخوراکي شیانو یو خرڅوونکی د خپل بادار له قوله وايي چې دوی ته تاوان نه رسوي.

د سوونو زرو روهینگیایانو ستونزې چی له برما یامیانمارنه بنگله دیش ته په تېښته روان دي د بحث بله مسله ده. مظاهره چېانو د انگسان سوچې د غندلو لپاره د جمعې په مظاهره کې سخت الفاظ وکارول.

د روهینگیا نړۍ والې ټولنی یو فعال محی الدین محمد یوسف وايي: هغه هڅه کوي نړۍ والو ته دروغ ووايي؛ هغه له اخلاقي پلوه دیوالي ده. موږ هغه ددې لپاره محکوموو چې په غلطه لاره روانه ده. غواړو هغه په سمه لاره روانه شي.

انگسان سوچي د انتقادونو د زیاتیدلو له امله خپل سفر د ملگرو ملتونو غونډې ته فسخ کړ. هغې د راخین په ولایت کې د ترهگرۍ پلمه وکړله؛ خو په اصل کې ېې د روهینگیا خلکو ته اشاره کوله. د روهینگیایانو پرضد د برما د حکومت تشدد قومي وژنه او تصفیه بلل شوېده.

د ملگرو ملتونو د غړیو هېوادونو مشران به ددوشنبې په ورځ د نړۍ والې سولې، امنیت، ترهگرۍ، تودوخې زیاتیدل او نړۍ وال انکشاف په اړه دیوې اونۍ په اوږدې غونډه کې بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG