د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: دامریکا په جنوبي سرحد کې له مهاجرینو سره غیرانسانی سلوک روان دی


د امریکا سرحدي ماموران یوه کډواله او ماشومان توقیفوي. دوی په هغه کاروان کې شامل دي چی شمیرېې زرگونو ته رسیږي ا و هڅه کوي چی له مرکزي امریکې نه په غیرقانوني ډول متحدو ایالاتو ته ننوزي.
د امریکا سرحدي ماموران یوه کډواله او ماشومان توقیفوي. دوی په هغه کاروان کې شامل دي چی شمیرېې زرگونو ته رسیږي ا و هڅه کوي چی له مرکزي امریکې نه په غیرقانوني ډول متحدو ایالاتو ته ننوزي.

هغه مهاجرین چی دامریکا دتکساس ایالت په توقیفخانو کې اچول شویدي، دولسمشر ټرمپ اداره له هغوی سره غیرانسانی سلوک کوي.

روینه شمد ساني، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د عالی کمشنرۍ ویانده وايي: د بشری حقونو لپاره د ملگريو ملتونو عالی کمشنري،په امریکا کې د مهاجرنیو د توقیفخانو د شرایطو په لیدلو په بشړه توگه نهیلې او حیرانه ده. د مهاجرینو له ماشومانو او ځوانانو سرهناوړه سلوک او په ناوړو شرایطو کې ژوند دامریکا د ملی ا منیت ادارې یا (ډي ایچ اېس) په خپله بیان کړیدی".

دغه رپوټ په دې تازه څو اونیو کی دامریکا دملی امنیت د عمومی متفشت اداری له خوانه خپور شوېدی.

امریکا، مهاجر او نړۍ وال قانون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د عالی کمشنرۍ ویانده روینه شمد ساني وايي: دغه رپوټ څرگندوی چې هلته په توقیفخانو کې زښته ډیره گڼه گوڼه ده. او په دغو توقیفخانو کې ماشومان پراته دي. اول خو ماشومان له خپلو کورنیو نه جلا کړی شویدي. خوراک او صحي اسانتیاوته لاسرسی بالکل کم دی. دویم، د ماشومانو توقیفول حتی په ښو شرایطؤ کې هم دهغوی پر روغتیا او انکشاف ناوړه اغېزې لري".

دامریکا د ملی امنیت سرپرست وزیر کیوین مکالینن ددې په ځواب کې وویل:.. زموږد جنوبی سرحد له لارې تر پنځوسوو زرو نه زیات کسان را اووښتی دي. په دې کې زښت ډیر بی سر پرسته ماشومان، او ځوانان، یوازې راځي او ځېنې له کورنیو سره راځي.

د روان کال د جنوری راهیسی امریکا تر ١٦ زرونو نه زیات مهاجرین بیرته مکسیکو ته ددې لپاره لیږلی دی چی هلته مهاجرت د محکمو لپاره منتظر پاتی شي.

د یکشنبی په ورځ د اې بې سي تلویزیون په یوه پروگرام کې ښاغلي مکالینن دملی امنیت دپالېسیو ملاتړوکه او وې ویل چې د تیرکال د ډیسیمبر له ٣٠-مې راهیسې په دغو شرایطو کې ډیر انکشاف راغلی دی.

".. اوسد صحی خدماتو شل ادارې زموږ په دغه راز ځایونو او سرحد کې صحی خدمات برابروي. موږ تر ٢٠٠ نه زیات نوي لنډ مهال ځایونه جوړ کړي او دا دماشومانو او کورنیو لپاره ډیرمناسب دي".

د یکشنبی په ورځ، ولسمشر ټرمپ وویل یوشمیر مهاجرینله داسی هېوادونو نه راغلی دي چې له ډیرسخت فقر اونیستۍ سره مخامخ ول.هغوی له داسینیستۍ نه را تښتیدلي دي چې باور پرې نشي کیدلی.

ښاغلي ټرمپ د امریکا توقیفخانی تر ټولو غوره وبللی او وې ویل غواړي چی رسنۍ په خپله ورشي او وې گوري.

XS
SM
MD
LG