د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۷) یو انلاین مرکز پرانیست چې ددغه سازمان د بېلابېلو ادارو عامه معلومات او احصایې په یو ځای کې راټولوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل چې دا مرکز د ملګرو ملتونو سازمان د بیلابیلو اداره په اړه معلوماتو ته د خلکو اسانه لاسرسی برابروي.
ګوتېرش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هېوادونو استازو ته د وینا په مهال وویل: «موږ د عامه معلوماتو او احصایو یوه ستره شتمني جوړه کړې ده. دا معلومات د ټول بشریت ګډه شتمني ده او موږ ګډ مسؤلیت لرو چې د ټولو لپاره یې په ښه توګه وکاروو.»
ګوتېرېش زیاته کړه چې د نړۍ ستونزې له یو بل سره تړلې دي او معلومات یې باید خپاره او خلک ورته لاسرسی ومومي.
د هغه په وینا، په دغه نوي معلوماتي مرکز کې شاوخوا ۴۴ میلیونه معلوماتي توکي له وړاندې ځای په ځای شوي او په جوړولو کې یې د ملګرو ملتونو ۲۶ بیلابیلو ادارو برخه اخیستې ده.
ګوتېرېش ټینګار وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا په دې عصر کې باید باوري معلومات د مصنوعي ځیرکتیا د ځوابونو بنسټ وي او معلومات باید دقت، روڼتیا، محرمیت او بشري حقونو ته په پام سره وړاندې شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اجرائیوي مشري کاترین رسل وویل چې دا معلوماتي مرکز به له مرستندویه ادارو سره د اړمنو کسانو په ګوته کولو او د مرستو په ښه توګه لګولو کې مرسته وکړي.
فورم \ دبحث خونه