د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په نړیوال جام کې بوسنيا ته ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووت

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ (جولای ۱) بوسنیا او هرزیګوینا ته د ۲-۰ ماتې ورکولو سره د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.

د لوبې په ۴۵مه دقیقه کې د امریکا لپاره فولارین بالوګن ګول وواهه.

بالوګن له دې وروسته د بوسنیا د لوبغاړي طارق محرموویچ سره د ټکر له امله سور کارت واخیست او له لوبې وایستل شو. د ویډیويي مرستندوی داور (VAR) له ارزونې وروسته د ریفري دا پرېکړه تائید شوه.

د لوبې په ۸۲مه دقیقه کې مالک ټیلمن د پنالټۍ شوټ په ګول بدل کړ او د لس کسیزې امریکایي لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

د ۲۰۰۲ کال د نړیوال جام کې متحدو ایالتونو د اتو غوره لوبډلو پړاو (کوارټر فاینل) ته د رسېدو راهیسې، دا د نړیوال جام په یو حذفي پړاو کې د امریکا لومړنۍ بریا ده.

متحده ایالتونه به اوس کوارټر فاینل ته د رسېدو لپاره به د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې له بلجیم سره مخامخ کیږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG