د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران د اسرائیل د برید په اړه امریکا ته خبر ورکړل شوی و - رسنۍ


د اسرائیل پوځیان د ایران د یو بالستیک توغندي ترڅنګ ولاړ دي چې ددې اونۍ په پیل کې پر اسرائیل توغول شوی و.
د اسرائیل پوځیان د ایران د یو بالستیک توغندي ترڅنګ ولاړ دي چې ددې اونۍ په پیل کې پر اسرائیل توغول شوی و.

په متحده ایالاتو کې رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، امریکا پر ایران د اسرائیل د راپور شوي برید په اړه له وړاندې خبر ترلاسه کړی و، خو د دغه عملیاتو ملاتړ یې نه دی کړی او نه یې په عملي کولو کې کوم رول لوبولی دی.

د امریکا د ان بي سي تلویزیون د هغو سرچینو په حواله چې له دې موضوع سره اشنا دي، او سي ان ان تلویزیون د یو امریکایي چارواکي په حواله، ویلي دي چې اسرائیل واشنګټن ته د برید دمخه خبر ورکړی و.

مختلفو شبکو د چارواکو په حواله ویلي چې برید په ایران کې دننه شوی او سي ان ان د یو چارواکي په حواله ویلي چې هدف یې اټومي تاسیسات نه وو.

یو جګپوړي امریکايي چارواکي سي ان ان ته ویلي، اسرائیل د پنجشنبې په ورځ امریکا ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به له ایران څخه غچ واخلي. د سي ان ان په وینا، چارواکي وویل: "موږ د ځوابي اقدام ملاتړ ونکړ."

د اسرائیل ددې برید په اړه سپینې ماڼۍ سمدستي څه ندي ویلي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران په څو ښارونو کې خپل هوايي دفاعي سیستم وروسته له هغه فعال کړی، چې د دغه هیواد دولتي رسنیو وویل چې د اصفهان ښار ته نږدې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

ایران د شنبې په ورځ پر اسرائیل باندې په لومړي ځل له خپل خاورې د سلګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ. اسرائیل وویل ډیرې توغندي او ډرونونه په هوا کې شنډ شوي او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړ.

ایران ویلي چې پر اسرائیل برید یې تېره اونۍ د سوریې په پایتخت دمشق کې پر خپلې قونسلګرۍ د هغه برید په ځواب کې کړی چې دوه ایراني جنرالان پکې ووژل شول او پړه یې پر اسرائیل اچول شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG