د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پوهنتونونو حضوري زده کړې پیلیږي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي په پام کې ده چې سبا شنبه په ۱۱ ولایتونو کې د پوهنتونونو حضوري زده کړې پیل شي.

د دغه وزارت ویاند حامد عبیدي نن جمعه اګسټ شپږمه (زمری۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د کابل، کندز، نیمروز، دایکندي، بلخ، کندهار، بادغیس، نورستان، سمنګان، پنجشیر او جوزجان پوهنتونونو دروازې به د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړه چې د پاتې ولایتونو پوهنتونونه به هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو راکمېدو سره خلاص شي.

هغه زیاته کړه "له هغه وروسته چې موږ د عامې روغتیا وزارت رپوټ ترلاسه کړو، په پاتې ۲۳ ولایتونو کې به پوهنتونونه پیل شي. په رپوټ کې باید د کرونا ویروس د مثبتو پېښو کچه د ۳۵ سلنې نه لږ اوسي."

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د پوهنتونونو خلاصېدو سره سم به لیلیې هم سملاسي فعالیت پیل کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي‌چې محصلین باید د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره باید اړین روغتیايي شرایط په نظر کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د پوهنتونونو درسونو پیلېدو لپاره محصلینو ته د کرونا ویروس د واکسین تطبیق پیل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هم خبرداری ورکړی چې هغه محصلین چې واکسین ونه کړي، پوهنتون ته د ننوتو ایجازه به ورنکړل شي.

XS
SM
MD
LG