د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو نورستان کې د یوې خصوصي را‌‌‌‌‌‌ډیو وسایل سوځولي


د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کې نا معلومو وسله والو د ''الینا'' په نوم یوې خصوصي را‌‌‌‌‌‌ډیو وسایل سوځولي او انټن یې ته یې اور ورته کړی دی.

دا په نورستان کې د خپل ‌‌‌‌‌‌ډول لومړنۍ پېښه ده چې وسله وال یوه سیمه ییزه را‌‌‌‌‌‌ډیو په نښه کوي.

د الینا را‌‌‌‌‌‌ډیو مشر صاحب داد همدرد د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر دومه»امریکا غږ ته وویل:''تېره شپه نهه بجې اته وسله وال د را‌‌‌‌‌‌ډیو پر ودانۍ ورننوتل، لومړی یې د را‌‌‌‌‌‌ډیو یو کارکوونکی تړلی، ځینې وسایل یې سوځولي، آنټن ته یې ماین ایښی او د را‌‌‌‌‌‌ډیو کارکوونکی یې تر یو ځایه وړی او بېرته یې خوشې کړی دی.''

نوموړی وايي، پخوا داسې کوم اخطار نه و ورکړل شوی چې ګوندې دوی دې د خطر احساس وکړي.

دا په نورستان کې یواځینۍ خصوصي را‌‌‌‌‌‌ډیو وه چې خپل فعالیت یې په ۲۰۱۱کال کې پیل کړی دی.

د نورستان د اطلاعات او فرهنګ رئیس جلال نورستاني امریکا غږ ته وویل چې د وسله والو لخوا د الینا را‌‌‌‌‌‌ډیو د سوځولو راپور ورکړل شوی او غواړي سیمې ته پلاوی ولېږي چې دا کار ولې او چا کړی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بې پولې خبریالانو سازمان افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد بللی و.

دغه سازمان پخپل راپور کې ویلي وه چې په دغه کال کې په افغانستان کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوي چې ۹ تنه یې یوازي په انتحاري حملو او چاودنو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG