د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په کندز کې یو افغان سیک یوناني طبیب وژلی دی


دا په تیرو کلونو کې لومړی ځل دی چې د کندز په ښار کې یو سیک وژل کیږي.
دا په تیرو کلونو کې لومړی ځل دی چې د کندز په ښار کې یو سیک وژل کیږي.

نن سهار ناوخته د کندز ولایت یوسیک اوسیدونکی نرمون سینګ چې په لالا دلسوز مشهور و، د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د کندز د والي ویاند محمود دانش وایي چې دغه یوناني طبیب د حاجي ګلستان د حمام په کوڅه کې د وسله والو له خوا ویشتل شوی چې په روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

هغه وايي چې د لالا دلسوز د وژلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو پولیس جدي څیړنې کوي چې ددغه وژل شوي طبیب قاتلین پیدا کړي.

لالا دلسوز دوه کاله وړاندې له یو وسله وال برید څخه روغ وتلی و.

په کندز کې د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته تقریبا شلو هندوانو او سیکانو خپلې کورنۍ بیرته دغه ولایت ته راوستې وې، خو په سیمه کې د وروستیو ناامنیو له امله یوازې څلور کورنۍ په دغه ښار کې په خپل مذهبي ځای درمسال کې اوسیدې.

نرمون سینګ چې په لالا دلسوز مشهور و په کندز کې د اهل هنود مشر هم ټاکل شوی و.

تراوسه لا چا د نرمون سینګ د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG