د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په بروکسل کې د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه ولمانځله

متحدو ایالتو د یکشنبې په ورځ د جون ۲۸مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره کړل او د امریکا او اروپا ترمنځ یې د اوږدمهالې ملګرتیا او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د بلجیم صدراعظم، د ناټو عمومي منشي مارک روته او د اروپا د پارلمان د مشرې روبیرتا میڅولا په ګډون شاوخوا لس زره بلل شوي مېلمنو ګډون کړی و.

په بلجیم کې د امریکا سفیر ، بیل وایټ، مراسم پرانستل او ورپسې د ناټو عمومي منشي او نورو وینا وکړه.

د ناټو عمومي منشي مارک روته وویل، امریکا د ډېرو خلکو لپاره د ازادۍ او هیلې سمبول ده.

د اروپا د پارلمان مشرې روبیرتا مېڅولا د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې دواړو خواو په ګډه د نړۍ له مهمو تاریخي پړاوونو څخه تېریږي.

په مراسمو کې د امریکا د کلتور بېلابېل پروګرامونه، موسیقي، د الوتکو ننداره او د ډرونونو او اورلوبو ځانګړې ننداره هم شامله وه.

د دې مراسمو د ترسره کولو دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و. په بروکسل کې یو شمېر اوسېدونکو او مدني ډلو په دغو ترتیباتو نیوکه وکړه چې عامه پارک یوازې د بلل شویو مېلمنو لپاره تړل شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG