د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د نتنیاهو سره د غزې جګړې په هکله خبرې کړي، خو د اوربند غوښتنه یې ترې نده کړې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي شنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي ۲) یې د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نتنیاهو سره په ټیلیفون کې په غزې کې د پرمختګونو په هکله "اوږدې او خصوصي" خبري کړي.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پدې خبرو کې یې د ښاغلي نتنیاهو څخه په غزې کې د اوربند غوښتنه ونکړله.

د سپينې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس په خبرو کې د هغو کسانو په ګډون چې د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي، د ملکیانو د خوندیتوب په اهمیت ټینګار وکړ.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې جمهور رئیس پدې هم ټینګار وکړ چې په غزې کې ملکیانو ته دې اجازه ورکړل شي تر څو خوندي سیمو ته ولاړ شي او د جګړې څخه بچ شي.

د امریکا او اسرائیل مشرانو د پاتې یرغمل کسانو د خوشې کیدو په هکله هم خبرې کړي.

په عین حال کې د اسرائیل د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې نتنیاهو پدې خبرو کې د امریکا مشر ته په ښکاره ویلي چې په غزې کې به د حماس پر ضد جګړه تر هغې وخته روانه وي تر څو یې چې خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر لویدیځو هیوادونو په غزې کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او پدې جګړې کې د ډیر شمیر ملکیانو وژل کیدو له کبله په اسرائیل فشارونه ډیر شوي خو دې هیواد په غزې کې حماس ډلې له منځه وړلو هوډ کړی.

د متحده ایالاتو ولسمشر داسې مهال د اسرائیل څخه د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې چې د شنبې په ورځ هم په غزې کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې څه باندې ۹۰ کسان ووژل شول.

په غزې کې د عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی وایي چې د اسرائیل په هوایي بمباریو او نورو بریدونو کې تر دې دمه ۷۰ په سلو کې وژل شوي میرمنې او ماشومان دي خو دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.

که څه هم چې د اسرائیل پوځ وایي د ځمکنیو عملیاتو تمرکز یې د غزې جنوب لوري ته کړی خو ها خوا د حماس نظامي څانګه القاسم لوا د شنبې په ورځ ویلي چې د جبالیه ښارګوټي سره نږدې یې د اسرائیل ۵ ټانکونه له منځه وړي او پکې ناسته عمله یې وژلې او ټپي کړیده.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د اکټوبر ۲۰ مې نیټې راهیسې یې د غزې په جګړې کې ۱۴۶ سرتیري وژل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG