د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکریسټل دخپل انتقاد له آمله واشنگټن ته راغوښتل شوی


جنرال مکریسټل دخپل انتقاد له آمله واشنگټن ته راغوښتل شوی
جنرال مکریسټل دخپل انتقاد له آمله واشنگټن ته راغوښتل شوی

په افغانستان کې د امریکا جگپوړه نظامی قوماندان واشنگټن ته راغوښتل شوی دی چې د هغو مهمو تبصرو په باب توضیحات ورکړي چې ده او دده مامورانو د امریکا د جمهوررئېس براک اوباما او د هغه د ادارې د نورو غړیو په برخه کې کړې دي.

په هغه مقاله کې چې د امریکا په یوه مشهوره مجله رالنگ سټونRolling Stone کې چاپ شوې ده، د جنرال مکریستل مرستیالان هغه ته وايي چې تاسې چې له جمهور رئیس اوباما سره، په سپېنه ماڼی کې، له خپل لومړنی مجلس نه صرف نظر وکړ، دا مجلس پرته له دې نه چې د لس دقیقو لپاره د عکسونو د اخیستلو فرصت پکې و، نور څه نه وو.

د عکس اخیستلو د فرصت خبره هغه وخت استعمالیږی چې دوه یا زیات مشهور شخصیتونه د مطبوعاتو د عکاسانوپه مخکی دعکس اخیستلو لپاره دریږي.

د هغه مرستیالانو د امریکا د جمهوری ریاست د مرستېال جو بایډن په هکله هم تحقیر امیزه خبرې کړيدي.

جو بایډ ددې طرفدار و چې په افغانستان کې محدود عملیات وکړي خو جنرال مکریستل د پراخه عملیاتو غوښتنه کوله.

واشنگټن ته دهغه له راغوښتلونه یو څو ساعته مخکې جنرال مکریستل په کابل کې یو خبرلیک خپور کړ او په هغه کې یې ویلي، هغه څه چې د Rolling Stone په مجله کې خپاره شويدي، هغه سم قضاوت نه څرگندوی او یوه اشتباه وه او پکار ده چې داسې څه نه وای پیښ شوي.

د ناټو د عمومي منشي اندریس فاغ راسموسېن یو نطاق وايي چې جنرال مکریستل د راسموسین بشپړ ملاتړ لري. دغه نطاق د Rolling Stone مجلې مقاله بدمرغي گڼلې ده. خو په دې ټینگار کوي چې دا یوازې یوه مقاله ده.

جنرال مکریستل په خپله د Rolling Stone مجلې ته ویلي دي چې دی احساس کوي چې جنرال ایکنبري له ده سره فریب او خدعه کړې ده.

جنرال ایکنبري، په افغانستان کې د امریکا سفیر دی.

هغه واشنگټن ته یو داخلي مکتوب ورلیږلی دی او د جنرال مکریستل د ستراتیژی په برخه کې یې شک څرگند کړیدی چې د طالبانو سره د جگړې لپاره دې نور عسکر زیات کړی شي.

جنرال ایکنبري واشنگټن ته په خپل مکتوب کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی، د امریکا په دې هڅو کې چې پخوانیو واکمنانو او سخت دریځو طالبانو ته په دې جگړه کې ماتې ورکړل شي، یو داسې شریک بللی دی چې باور پرې نشي کيدلی.

جمهور رئیس اوباما د جنرال مکریسټل له پلان سره موافقه ښودلې وه او نور دیرش زره عسکر یې افغانستان ته ولیږل.

د جنرال مکریسټل مرستیالانو د امریکا د خارجه وزیرې هیلري کلینټن ددې عمل ستاینه کوله چې هغې د جنرال مکریسټل د پلان ملاتړ کړی و.

XS
SM
MD
LG