د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي ستراتژیک تړون لاس لیکیدو ته چمتو دی


افغان او امریکايي چارواکو نن د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتيژیک تړون خبري نهايي کړې. ددغه تړون په لړ کې به د ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې د افغانستان څخه بهرنۍ محاربوي قواووې ووځي په افغانستان کې د امریکا د حضور څرنګوالی په ډاګه شي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ګوین سندول امریکا غږ ته ویلي دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک تړون په برخه کې خبري بشپړې شوي دي او سند لاس لیکولو ته چمتو شوی دی.

افغان او امریکايي چارواکو ویلي وو چې دوي تمه لري چې دغه سند به د امریکا د شیکاګو په ښار کې د ناټو د عمومي غونډې مخکي لاس لیک کړي خو په ورستیو میاشتو کې یو لړ اختلافات رابرسیره شول چې د سند د لاس لیکولو بهیر یې وځنډوی.

د زیاتو مذکراتو وروسته دواړوې خواووې دې نتیجې ته سره ورسیدلې چې جنجالي مسلې به د تفاهم په بیلو یاداښتونو کې حل کړي او د ستراتيژیک د تړون څخه به یې وباسي.

یادشوی تړون د افغانستان د حکومت دوو غوښتنو معطله کړې وه چې یوه یې د شپې د عملیاتو درول و او بله موضوع یې هم افغان چارواکو ته د زندانونو د واک سپارل وو. افغانستان دغه دواړې مسلې ددغه هیواد د ارزي تمامیت او ملي حاکمیت دپاره مهمې ګڼلې.

لویدیځ چارواکي په دواړو موضوګانو کې زړه نا زړه و خو د میاشتو بحثونو وروسته بالاخره د افغانستان حکومت سره پر دې سلاح شول چې دواړې موضوګانې جلا حل کړي.

د یوه تفاهم د یاداښت په لړ کې د شپې د خوا د عملیاتو مشري افغان ځواکونو ته ورکړل شوه او دغه راز د بګرام زندان د مسولیت سپارل هم پیل شوي دي چې په ښپږ میاشتو کې به بشپړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپانتا وویل چې ،،د نن ورځې بشپړ شوی سند د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت دپاره قوي بنیاد جوړوي،،. ښاغلي سپانتا زیاته کړه چې،، دغه سند د سیمې د پرمختګ بنیاد تشکیلوي،،.

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر او د افغانستان د ملي امنیت مشارو ډاکټر رنګین دادفر سپانتا دواړو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه سند مرور کړ او موافقه یې پرې وکړه.

ارګ وايي چې ستراتيژیک تړون اوس د ولسمشرانو لاس لیکیدو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG