د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له غني سره په افغانستان کې د پوځ پر پاتې کېدو غږیږي


امریکايي چارواکي وايي د اوباما اداره به د جمهورریس غني سره په واشنګټن کې د لیدو کاتو ترڅنګ په دې اړه هم خبرې وکړي چې له اصلي پلان نه ډیر عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د اجرایي ریس عبدالله او نورو لوړ پوړویو افغان چارواکو سره یوځای د یکشنبې په ورځ امریکا ته راشي.

جمهورریس اوباما په هغه غوښتنه باندې غور کوي چې جمهورریس غني څو اونۍ مخکي ویلي و چې د امریکايي عسکرو د ایستلو په هکله، چی ټاکل شوېده د دې کال په اخره کې وباسي، لږ نرمښت وښیي.

تمه کېږي چې جمهوررئیس بارک اوباما په راتلونکې اونۍ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د پاېښت دپاره د عسکرو د ایستلو بهیر سوکه کړي.

د عسکرو د ایستلو موده به له اوس نه نیولې تر 2016 کال پورې روانه وي،.خو سپینې ماڼۍ هغه توقعات کم کړل چې د جمعې په شپه د حکومت د یو چارواکي له خولې وویل شول چی د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د ایستلو پر پلان باندې له سره غور کیږي.

جمهور رئیس اوباما به پدې اونۍ کې د افغانستان د جمهوررئیس اشرف غني او اجرائیوی رئیس عبدالله عبدالله سره په واشنگټن کې وګوري.

د اوسني پلان له مخې به د سږ کال تر پایه پورې په افغانستان کې پنځه نیم زره عسکر پاتې وي، خو د اوباما ادارې مخکي ویلي وو چې ښایي په راتلونکي کال کې په افغانستان کې زیات عسکر پریږدي.

ولسمشر غنی او ور سره ملگری هیات به په دی څلور ورځني سفر کې د سه شنبې په روځ سپینې ماڼۍ ته هم ولاړ شي، او په پام کې ده چې ولسمشر غني به د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG