د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د افغانستان د جګړې د ختمولو پیل اعلان کړ


اوباما د افغانستان د جګړې د ختمولو پیل اعلان کړ
اوباما د افغانستان د جګړې د ختمولو پیل اعلان کړ

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما نن په افغانستان کې د خپل ملک د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو پیل اعلان کړ. اوباما وویل چې د ۲۰۱۲م کال تر پایه پورې به ۳۳ زره عسکر له افغانستان څخه راوځي.

جمهور رئیس اوباما نن له سپینې ماڼۍ نه ملت ته په یوې ځانګړې وینا کې وویل چې ۱۰ زره عسکر به ددې کال تر پایه پورې له افغانستان څخه راووځي.

له هغه وروسته به امریکايي قواوې له افغانستان نه په تدریجي ډول وتلو ته ادامه ورکړي.

دا وخت تقریبا ۱۰۰ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي.
ښاغلي اوباما وویل، تر ۲۰۱۴م کال‌ پورې به د انتقال پروسه پای ته ورسیږي. او افغانان به خپل د امنیت په خپل لاس کې واخلي.

ملت ته په وینا کې اوباما وویل، د سپتمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو وروسته القاعده اوس تر بر هر وخت زیات تر فشار لاندې ده او "ماتې پر خوا روانه ده".

د امریکا خاصو قواوو د مې په دوهمه د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه.

ښاغلي اوباما وویل، پوهیږي چې په افغانستان کې له سیاسي جوړ جاړي پرته جګړه پای ته نه رسیږي. جمهور رئیس اوباما د افغانانو په مشرئ د روغې جوړې د بهیر ملاتړ وکړ چې له هغو طالبانو سره خبرې وکړي چې غواړي له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، تشدد پریږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

برتانیه هم خپل عسکر باسي

د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون پرون یو وار بیا تاکېد وکړ چې د امرېکا جمهور رییس براک اوباما او د برتانیې حکومت دواړه به د افغانستان څخه خپل محاربوي عسکر د ٢٠١٥ مېلادي کال پورې راوباسي.

اوباما د خپلې تلوېزوني وینا نه مخکې پرون د ښاغلي کېمېرون سره په تلیفون خبرې وکړې او افغانستان نه یې د عسکرو د رایستلو په مسله ورسره مشوره وکړه.

د امریکا نه وروسته برتانېه دوهم هیواد دی چې په افغانستان کې تر ټولو زیات عسکر لري. په افغانستان کې د میشتو برتانوي عسکرو شمېر ٩٥٠٠ ته رسیږي.

جمهور ريیس اوباما په ٢٠٠٩م کال کې په نیویارک کې د ویسټ پواینټ په حربي پوهنتون کې د افغانستان لپاره خپله نوې کړنلاره اعلان کړه.

ښاغلي اوباما هغه مهال اعلان وکړ چې د ٢٠١١ میلادي کال په جولای کې به د عسکرو په رایستلو پیل کوي.

ښاغلي اوباما په خپله وینا کې د امریکا او ناټو دا تعهد بیا تکرار کړ چې تر ٢٠١۴م کال پورې به د افغانستان د امنیت د ساتلو مسولیت په بشپړ ډول ددغه هیواد امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

امریکا دا وخت په افغانستان کې سل زره عسکر لري او د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس هم وویل چې افغانستان نه د عسکرو د رایستلو په وخت باید دافغانستان حالات او د خلکو عامه افکار په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG