د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: د افغانستان محاربوي ماموریت په کال ۲۰۱۳ کې ختموو


پنیتا: د افغانستان محاربوي ماموریت په کال ۲۰۱۳ کې ختموو
پنیتا: د افغانستان محاربوي ماموریت په کال ۲۰۱۳ کې ختموو

هغه څرګندونې چې د امریکا ددفاع وزیر لیان پنتیا وکړې او و یې ویل چې په افغانستان کې به د امریکا محاربوي رول په ۲۰۱۳ کال کې د روزنې او سلامشورې په نقش بدل شي، په افغانستان کې یو د پام وړ بدلون په ګوته کوي.

په کال ۲۰۱۰ کې د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هیوداونو د دغه تړون په غونډه کې چې د پورتګال په لیسبون ښار کې دایره شوې وه، پر دې باندي هوکړه وکړه چې په کال ۲۰۱۴ کې به د ناټو نه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د ټول افغانستان د امنیتي چارو مسولیت وسپارل شي خو د چارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیان پنیتا د امریکا په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون اعلان کړ او وویل چې امریکا به په کال ۲۰۱۳ کې په افغانستان کې خپل نقش د محاربې نه و روزنې ته واړوي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو ددفاع وزیران په بروسل کې روانه اونۍ سره وګوري چې په افغانستان کې خپل د راتلونکې تګلارې پر څرنګوالي باندي بحث وکړي. دغه غونډه چې دمخه لا پلان شوې وه په داسي حال کې ترسره کېږي چې تیره اونۍ د فرانسې ولسمشر نیکولا سرکوزي اعلان وکړ چې راتلونکی کال به د افغانستان څخه خپلې قواووې راوباسي.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ رسمون د امریکا غږ خبریال الپسین سره په ځانګړې مرکه کې پر دغې مسلې او نورو اړوندو مسایلو باندي رڼا اچولې ده.

ښاغلي فاګ راسمون داسي وویل:،،په حقیقت کې زه فکر کوم چې دا ټول به د هغه پلان په رڼا کې ترسره شي چې مونږ د ۲۰۱۰ کال د نومبر په میاشت کې اعلان کړ او په ترڅ کې یې پر دې هوکړه وشوه چې یو بهیر به پیل کیږي او تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د ناټو د ځواکونو نه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو مسولیت وسپارل کېږي.،،

امریکا او د ناټو ځواکونه پر امریکا باندي د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د ترهګریزو حملو نه وروسته افغانستان ته ولاړل او د هغه وخت راهسي د القاعدې او طالبانو سره جګړه کوي او افغانستان ملي امنیتي ځواکونو روزي.

خو دا یو سوکه بهیر و او ناټو په یوې غونډه کې پریکړه وکړه چې یو مهال ویش وټاکل شي چې خپل محاربوي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختم کړي خو خپل روزنیز ماموریت ته د هغې نېټې نه وروسته هم ادامه ورکړي.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن د فرانسې د ماموریت د بدلون په هکله داسي وايي: ،،په دې مسلې کې داسي نوې خبره نشته چې پرې خبري وشي ځکه دا پخوا څخه لا مونږ پیشبیني کړې وه چې د ۲۰۱۳ کال په پیل کې به یو بدلون راځي ځکه تر هغې پوري به د ناټو نه و افغان ملي امنتیی ځواکونو ته زیاته اندازه امنیتي مسولیت انتقال شوی وي او زمونږ ماموریت به په تدریجي ډول د محاربوي نقش نه و روزنیز نقش ته بدل شي.،،

سره له دې چې د ناټو عمومي منشي فاګ راسمون وايي چې د ناټو روزنیر ماموریت به د ۲۰۱۴ آه خوا ته هم ادامه پیدا کړي، ځیني ماهرین په دې باور دي چې د فرانسې اعلان چې راروان کال خپل ماموریت په افغانستان کې ختموي ښايي د ناټو پلان د ستونزې سره مخامخ کړي.

ګیلس میریت په بروسیلس د یوه څیړنیز او امنیتي چارو د مرکز مشر دی.

هغه داسي وايي: ،،دغه اندېښنې د مخه لا وې چي ښايي ملګري هیوادونو د افغانستان نه په وتلو کې بیړه وکړي او د فرانسې وروستي اعلان دا اندیښنې بیا راژوندۍ کړې.،،

د یادونې وړ ده چې ناټو تل دا پالیسي تعقیبوي چې یوځای به یوځای ته ځوو او یو ځای به ځیني راوځوو.

XS
SM
MD
LG