د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د افغانستان حکومت د امریکا د مرستو په مدیریت کې پاتې راغلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان حکومت ندی توانیدلی چې د امریکا د مالي مرستو مدیریت وکړي او د هغه په وینا په افغانستان کې د انرژۍ د یوې بنسټیزې پروژې لپاره شاوخوا ١٠٠ میلیونه ډالر چې په پام کې نیول شوي وو بیرته د امریکا مالیې وزارت ته ورکول کیږي.​

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ١٩ (وږي ٢٨) وویل: "د افغانستان په حکومت کې د مشخص فساد او د مالي مدیریت د نه شتون په دلیل د امریکا حکومت شاوخوا ١٠٠ میلیونه ډالر چې د یوې سترې بنسټیزې پروژې د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي وو، بیرته د مالیې وزارت ته لیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان وویل چې افغانستان ته د پلان شوې مرستې ٦٠ میلیونه نور ډالرهم د شفافیت د نه شتون په وجه ساتل شوي دي.

خو بیا هم ښاغلي پمپیو ویلي دي چې متحده ایالات به په افغانستان کې دغه بنسټیزه پروژه بشپړه کړي، خو پیسې به یې له احتیاطي بودجې نه ورکړي.

ښاغلي پمپیو وویل چې افغانستان ندی توانیدلی هغه منابع چې د امریکا د حکومت له لورې برابریږي په شفافه توگه مدیریت کړي.

تر اوسه افغان مقاماتو د ښاغلي پمپیو د څرگندونو په هکله د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب ندی ویلي.

XS
SM
MD
LG