د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر خبرې چیري ورسېدلې؟


د امریکا متحده ایالاتو د قطري چارواکو د هغې پریکړې هرکلی کړی دی چې په دوحې کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه د افغانستان د اسلامي امارت په نامه لوحه لیري کړې ده. دغې لوحې او د سې شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د سیاسي دفتر د پرانیستنې څرنګوالي یو لړ ډیپلوماتیکي اندیښنې رامنځ ته کړې چې کابل او واشنګټن یې دې ته اړ کړل چې د چارو د حل و فصل لپاره د لوړې کچې تماسونه سره ونیسي.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استاځی جیمس ډوبینس قطر ته رسېدلي دي. د ای اف پي خبري آژانس له قوله، ښاغلی ډوبینس او جان کیري به د قطري چارواکو سره لیده کاته وکړي.

خو داسي نه معلومیږي چې یادشوي امریکايي چارواکي دي د شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د استاځو سره وګوري. امریکا ویلي دي چې د طالبانو سره به په راتلونکو څو ورځو کې خبرې وشي اما په خبرو کې به جان کیري برخه وانخلي. سره له دې چې د قطر د دفتر د پرانیستنې وروسته یو لړ ډپیلوماتیکي حساسیتونه راوپاریدل او واشنګټن هڅه وکړه چې کابل بیرته راضي کړي ، د چارو د کارپوهانو په آند کابل اوس هم د قطر په دفتر کې ځان په حاشیې کې ویني او ټینګار یې دا دی چې تر هغه پوري به د قطر په پروسې کې ونډه وانخلي ترڅو پوري چې دغه پروسه افغاني شوې نه وي او مشري یې افغانانو ته نه وي ورکړل شوې. د دې ټولو برسیره یوه خبره یقیني ده او هغه په قطر کې د طالبانو سره د خبرو کېدل دي. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې جین پیساکي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا خبرو ته ژمنه ده ځکه خبرې د ،،سیاسي حل لارې او پخلاینې،، دپاره تر ټولو غوره لاره ده.

د طالبانو سره د پنجشنبې د ورځې خبرې ولي وځنډېدې؟

ټاکل شوې وه چې د دوحې خبرې د پنجشنبې په ورځ د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استاځو سره پیل شوي وای خو ولسمشر کرزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستنې د څرنګوالي څخه نا راضي معلومېدی پریکړه یې وکړه چې د هغه حکومت به د قطر د خبرو ملاتړ ونکړي. د ولسمشر کرزي انتقادونه دا وو چې طالبانو د خپل دفتر د پرانیستلو پر مهال د خپل پخواني نوم څخه چې ،،د افغانستان اسلامي امارت وو،، کار واخیستی او خپل د وخت بیرغ یې پر هغې ودانۍ باندي چې د مزاکراتو دفتر په کښي پرانیستل شو، ځوړند کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استاځیْ ظاهر طنین د قطر د دفتر په هکله د افغانستان د حکومت دریځ بیان کړ او وېویل چې افغانستان د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېږني. ،، افغانستان د طالبانو د اسلامي امارت په نامه کوم شیْ په رسمیت نه پېږني. د سې شنبې په ورځ په دوحې کې د طالبانو د بیرغ پورته کېدلو د افغانستان هغه خونړۍ او توره سابقه بیرته اذهانو ته راوسته چې اوس هم افغانستان یې د تاثیراتو څخه د وتلو په حال کې دی. د افغانستان اسلامي جمهوريت یو باصلاحیته او خودمختاره واک دی چې د خپلو افغانانو له خوا انتخاب شوی دی او نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېږني.،،

ښاغلي طنین زیاته کړه چې د قطر دفتر یواځي د سولې د خبرو دپاره پرانیستل شوې دی او باید ځیني د نورو اهدافو دپاره کار وانخیستل سي.

امریکا هم د افغانستان اندېښنې پرځای ګڼلې دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استاځې مرستیالې روزمیري ډیکارلو هم وویل چې امریکا د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت نه پېږني. ،، مونږ پرون په واضیح الفاظو وویل چې مونږ د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېږنو او د قطري چارواکو څخه خوشحاله یوو چې د طالبانو د دفتر څخه یې دغه نوم ایسته کړ او پر ځای یې د افغاني طالبانو د سیاسي دفتر نوم پرې کښېښودی. مونږ دا یقیني کړه چې د طالبانو د دفتر څخه باید د سفارت یا د خپلواک حکومت او امارت د نماینده ګۍ په توګه کار وانخیستل شي.،،

آمریکا ولي د طالبانو سره مستقیمې خبرې غواړي؟

سره له دې چې امریکا دا مني چې په قطر کې خبرې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استاځو ترمنځ دي خو دا هم وايي چې امریکا غواړي د طالبانو سره پر ځینو مسایلو باندي مستقیمې خبرې وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې امریکا د افغانانو ترمنځ د خبرو او مزاکراتو ملاتړ کوي.،،هغه څه چې ویلای سم دا دي چې مونږ د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوو یعنی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خو ځیني مسایل دي چې مونږ د طالبانو سره پرې مستقیمې خبرې غواړو او په هغو مسایلو کې زمونږ د یوه خورد ظابط امریکا ته بیرته راستنیدل شامل دي چې د زیات وخت راهیسي د طالبانو په بند کې دی. مونږ نشو کولای چې خپل د هڅو پر جزیاتو باندي خبرې وکړو خو په دې کې هیڅ شک نسته چې مونږ هره ورځ د خپلو پوځي،استخباراتي او ډپیلوماتیکي امکاناتو څخه کار اخلو چې خوردظابط برګډال بیرته په مصونه توګه امریکا ته راولوو. مونږ د هغه د کورنۍ سره خواخوږي لرو.،،


خو طالبان بیا وايي چې د یادشوي خوردظابط د آزادولو په مقابل کې دوي غواړي چې د ګوانتنامو د بندیخانې څخه یې ۵ مشران آزاد سي او په همدغه دلیل باندي ۱۸ میاشتې مخکي هم د امریکا سره د خبرو نه پر شا سول. په دې هکله د سپینۍ ماڼۍ ویاند وویل چې د ګوانتنامو د زندان څخه د بندیانو انتقال یا آزادیدل که وهم سي نو ،،یواځي به د امریکا د کانګرس په مشورې ترسره شي.،،


د یادونې وړ ده چې واشنګټن د قطر د دفتر په هکله د کابل اندیښنې پر ځای ګڼي خو د مزاکراتو په هکله یې هم هیله څرګنده کړې ده چې افغانستان ته به سوله او ثبات راولي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استاځی جیمس ډوبینس قطر ته رسیدلی دی اما هغه د جان کیري سره یوځای نه دی تللی او نه به داسي ژر د طالبانو سره وګوري. ویل کېږي چې جان کیري او ښاغلی ډوبینس به د قطري مشرانو سره لیده کاته وکړي.
دامریکا له خوا د طالبان د دفتر د تړلو خبرداری
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
XS
SM
MD
LG