د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو بل امریکایي عسکر ووژل شو


په افغانستان کې په روان میلادي کال کې اوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي
په افغانستان کې په روان میلادي کال کې اوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه امریکایي سرتیری د یو افغان سرتیري په ډزو کې وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت تائید کړې چې د ریشخور په فرقه کې د ایتلاف پر سلاکارانو باندې د یو افغان سرتیري په ډزو کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:00:12 0:00
مستقیمه لیکه

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یو امریکایي سرتیری او یو غیر پوځي د یو ناپیژندل شوي مهاجم په حمله کې د ایتلاف ځواکونو یوې اډې ته نژدې ووژل شول. په دې خبر پاڼې کې راغلي دي چې حمله کوونکی هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

دا خبر پاڼه وایي چې یو امریکایي سرتیری او دوه امریکایي غیر پوځیان په دې پیښه کې ټپیان شوي دي چې د ټپیانو حالت اوس ښه دی.

په افغانستان کې د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودلې او د یو ښه افغانستان د جوړولو په مقصد د افغان سرتیرو د روزنې لپاره یې د ایتلاف په ټینگ هوډ ټینگار کړی دی.

ناتو او د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې ددې پیښې د څرنگوالي په هکله پلټنې پیل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ٢٠٠١ کال راهیسې سږکال په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته تر ټولو د لږې مرگ ژوبلې کال و، خو بیا هم د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې اوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

په دې پیښې سره د ٢٠٠١ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژل کیدو مجموعي شمیره ۲۳۸۵ تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG