د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس غړي: نور ډالر په افغانستان کې بې ځایه مه لگوئ


د امریکا د مانگرس غړی والتر جونس وایي امریکا څه باندې ٨٠٠ میلیارده ډالر په افغانستان کې مصرف کړي دي
د امریکا د مانگرس غړی والتر جونس وایي امریکا څه باندې ٨٠٠ میلیارده ډالر په افغانستان کې مصرف کړي دي

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس دوو غړو د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په هکله د بحث د پیل کیدو غوښتنه وکړه چې آیا امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته شي او که نه.

د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي والتر جونس او دموکرات جان گرمندي وویل چې دوی د کانگرس د نورو شپږو غړو سره یوځای یوه مسوده د متحده ایالاتو کانگرس ته سپارلې چې له مخې یې له یوه اړخه د افغانستان د جگړې مالي منابع راکمې شي او له بله اړخه په هغه هیواد کې د امریکایي قواو شتون محدود شي.

والتر جونس, وویل چې امریکا په افغانستان کې زیات لگښت کړی دی. هغه وویل "مونږ څه دپاسه ١٦ کاله کیږي چې په افغانستان یوو. څه دپاسه دوه زره امریکایان وژل شوي او څه دپاسه شل زره ټپیان شوي او څه باندې ٨٠٠ میلیارده ډالر په افغانستان کې مصرف شوي دي."

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د کانگرس غړي په افغانستان کې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د بې ځایه لگیدو او حیف کیدو په اړه په څرگنده سخت انتقاد کوي او غواړي چې د افغانستان نه امریکایي قواوی ووځي. خو ښاغلی جونس وایي تر اوسه نه دی توانیدلی چې د استازو مجلس په دې موضوع باندې بحث ته وهڅوي.

د کانگرس بل غړي جان گرمندي وویل "فکر کوم چې خلک ډاریږي. د مجلس غړي ډاریږي چې آیا د افغانستان جگړې ته د تگ لپاره مثبته او که منفي رایه ورکړي. هغوی غواړي چې دا تصمیم بل څوک ونیسي چې جمهور رئیس ته راجع کیږي."

اوس شاوخوا ۸۵۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې افغان امنیتي او دفاعي قواو ته په زده کړو او مشورو بوخت دي. خو په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت وو.

ښاغلی گرمندي وایي هڅه کوي چې د کانگرس غړي وهڅوي چې د امریکا د اساسي قانون له مخې خپل مسؤلیت ادا کاندي او په افغانستان او نورو هیوادونو کې د امریکا د جگړې په هکله تصمیم ونیسي.

ښاغلی جونس وایي د امریکایي پوځیانو ترڅنگ غیر پوځیان هم له هغوی سره په افغانستان کې کار کوي او د ٨٠٠ میلیاردو ډالرو تر څنگ چې دمخه په افغانستان کې مصرف شوي هره میاشت د مالیه ورکونکو د دریو نه تر څلور میلیاردو ډالرو پورې په افغانستان کې لگیږي.

په دې ترڅ کې ښاغلي گرمندي وویل چې د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ادارې پلان روښانه نه دی او د هغه په وینا ښایي ښاغلی ټرمپ نور امریکایي ځواکونه هم افغانستان ته واستوي.

په افغانستان کې د امریکایي قواو د شتون په اړه د کانگرس ددغو دوو غړو څرگندونې په داسې حال کیږي چې روسیه د طالبانو سره د اړیکو د ټینگولو په لټه کې ده.

مسکو ادعا کوي چې د طالبانو سره په دې خاطر تماس نیسي چې هغه ډله د داعش پر ضد جنگیږي. دغه ادعا امریکایي پوځیانو په زغرده رد کړې ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا له افغانستان نه پښه وباسي آیا بل کوم هیواد لکه روسیه به په افغانستان کې د امریکا ځای ونیسي او که نه ښاغلي جونس وویل "حامد کرزی چې په واک کې نه دی هڅه کوي چې روسیه افغانستان ته راشي. روسیې ١٠ کاله په افغانستان کې تیر کړل او په هغه هیواد کې هیڅ بدلون رانغی. تاریخ ثابته کړې چې افغانستان د امپراتورانو هدیره ده. پریږدئ چې افغانستان د روسیې سره وي."

ښاغلي جونس همداشان وویل چې امریکا هم نشي کولای چې په افغاسنتان کې څه شئ بدل کړي او د مالي اړخه هم امریکا په ښه وضیعت کې نه ده، ځکه د هغه په وینا هیواد یې ٢١ زره میلیارد ډالره پوروړی دی او د افغانستان جگړه یو اضافي لگښت دی چې دغه بار نور هم درنوي.

XS
SM
MD
LG