د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن له زمبابوې وغوښتل چې ملکي حکومت ته ژر زمینه برابره کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د افریقایي هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې وینا وکړه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د جمعې په ورځ د زمبابوې له مقاماتو وغوښتل چې د خپل اساسي قانون سره سم ډیر ژر په هغه هیواد کې ملکي حکومت جوړ کړي.

ښاغلی ټیلرسن په داسې حال کې په زمبابوې کې د ملکي حکومت د جوړیدو خبره کوي چې د هغه هیواد جمهور رئیس رابرت موگابي د پوځیانو تر څارنې لاندې دی.

ښاغلي ټیلرسن وویل "په زمبابوې کې داسې فرصت راغلی چې په نوې لور حرکت وکړي، هغه لور چې دیموکراتیکې ټاکنې او بشري حقونو ته په کې درناوی کیږي او په پای کې د زمبابوی خلک پخپله خپل حکومت وټاکي."

ښاغلي ټیلرسن چې د افریقایي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د امریکا متحده ایالات لیواله ده چې د زمبابوی سره د دیموکراسۍ په لور په عبوري مرحله کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د زمبابوی جمهور رئیس رابرت موگابي وروسته له هغې چې د روانې اونۍ په پیل کې پوځیانو تر څارنې لاندې ونیو نن د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرگند شو.

دغه پوخ عمره مشر د زمبابوی په پایتخت هراري کې د محصلینو د فراغت په غونډه کې گډون کړی و چې خلکو یې هرکلی وکړ.

د زمبابوی ولس د هیواد د سیاسي کړکیچ ژر تر ژره حل غواړي، خو د رژیم مخالفین، د مدني ټولنو فعالین او مذهبي ډلې د موگابي گوښه کیدل غواړي.

ښاغلی موگابي په ١٩٨٠ کې په زمبابوی کې واکمن شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غونډه کې دا هم وویل چې هیواد یې د افریقایي هیوادونو سره سوداگرۍ ته لیواله دی او زیاته یې کړه چې په عین وخت کې امریکا په افریقایي هیوادونو کې ښه حکومتداري غواړي. هغه د ترهگرۍ پر ضد په گډې مبارزې هم ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG