د لاس رسي وړ اتصالات

کویټ کې د امریکا په هوایي ځواکونو تبلغاتي برید


په کویټ کې د علي السلیم په هوایي اډې کې شاوخوا ۱۳ زره امریکایي سرتیري دیره دي.
په کویټ کې د علي السلیم په هوایي اډې کې شاوخوا ۱۳ زره امریکایي سرتیري دیره دي.

په کویټ کې دیره د امریکا هوایي ځواکونه وایي په عراق کې د ملیشو یوې ډلې په ناسمه توګه پروپاګن خپور کړی چې ګواکې پدې هیواد کې په میشتو امریکایي ځواکونو یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.

په عراق کې د ملیشو یوه ډله چې ځانونه "الوارثین" بولي ادعا کړې چې د روانې اګست د میاشتې په ۱۲مې یې په کویټ کې د علي السلیم په هوایي اډې چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي، د ډرون برید کړی.

دې ډلې همدرانګه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښودل کیږي یو ډرون الوتکه توغول کیږي خو د امریکایي ځواکونو په اډې د برید کولو یا دې اډې د کوم زیان رسولو لپاره یې هیڅ ډول شواهد او ثبتوت ندی ورکړی.

په اعلامیې کې دا ادعا هم شوې چې دا برید د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د مشهور جنرال قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو په خاطر شوی چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې د بغداد هوایي ډګر سره نږدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په کویټ کې د امریکایي ځواکونو دا اډه د عراق د سرحد څخه یو څو کیلو مټره لیرې پرته ده.

خو د امریکا هوایي ځواکونو په یوې اعلامیې کې چې د اې پي خبري اژانس ته یې د الوارثین ملیشو د ادعا په ځواب کې استولې ویلي چې په کویټ کې په نظامي اډې هیڅ ډول برید ندی شوی.

په اعلامیې کې راغلي، " پدې ناسمو معلوماتو کې ویل شوي چې د ملیشو یوې ایرانۍ ډلې په اډې د برید کولو لپاره د ډرون الوتکو څخه کار اخیستی. په اډې هیڅ ډول برید ندی شوی".

سره لدې چې الوراثین ډله خپل ځانونه عراقیان بولي خو د امریکا د هوایي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو په ګمان دا ډله ښایي ایرانیان وي.

د امریکا هوایي ځواکونه وایي د دې ملیشو په ادعا کې چې په انټرنیټ کې خپره شوې هدف یې دا دی چې خپل پلویان په دوکې دیته وهڅوي چې په دا شان درواغو باور وکړي. په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا هوایي ځواکونه او کویټ په سیمه کې د کوم خنډ او ځنډ پرته خپل هوایي فعالیتونه کوي.

کویټ چې په منځني ختیځ کې یو وړوکی هیواد دی، د عراق او سعودي عربستان تر څنګ ایران ته هم نږدې پروت دی او د ناټو چوکاټ څخه بهر د متحده ایالاتو ستر متحد دی.

د ۱۹۹۱ کال راپدیخوا چې د خلیج جګړې پر وخت متحده ایالاتو په کویټ د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د یرغل څخه وروسته دې هیواد ته سرتیري واستول او کویټ یې ترې خلاص کړ، امریکا او کویټ نږدې نظامي اړیکې لري.

په کویټ کې شاوخوا ۱۳۵۰۰ امریکایي سرتیري دیره دي او د امریکا د پوځ مرکزي مخکښه قوماندانۍ هم پکې پرته ده.

امریکا د همدې ځواکونو پر مټ په ۲۰۰۳ کې په عراق برید وکړ او په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیات هم له همدې اډې څخه کیږي.

XS
SM
MD
LG