د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۱۵ جنګیالي وژل شوي


الشباب د القاعده شبکې سره تړلې ډله ده چې د تیرو ۱۵ کالونو راپدیخوا د سومالیې د حکومت پر ضد جنګیږي.
الشباب د القاعده شبکې سره تړلې ډله ده چې د تیرو ۱۵ کالونو راپدیخوا د سومالیې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د متحده ایالاتو پوځ وایي چې د سومالیا د هیرشابالي په ایالت کې د الشباب په جنګیالیو دوه هوایي بریدونه کړي.

په افریقا کې د امریکا پوځ په اعلامیې کې یکشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) ویلي چې دا هوایي بریدونه د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۴ او ۱۷ نېټه له ځانونه څخه د دفاع لپاره شویدي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي ځواکونو په الشباب دا بمبارۍ د سومالیا د فدرالي حکومت په غوښتنې او د دې هیواد د ملي ځواکونو په ملاتړ کړیدي.

د چارواکو په وینا په لومړي برید کې اووه او په دویم کې اته د الشباب جنګیالي وژل شوي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د لومړنیو ارزیابیو له مخې پدې هوایي بریدونو کې د الشباب د جنګیالیو پرته ملکیانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې او په مناسب وخت کې به یې نور جزیات هم شریک شي.

پوځ دا هم ویلي چې د عملیاتو د خوندیتوب په خاطر به د هغو قطعاتو ځانګړي جزیات خپاره نکړي چې پدې هوایي بریدونو کې یې برخه اخیستې وه.

د امریکا د پوځ د دې اعلان تر څنګ د سومالیا حکومت هم د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۵ مې ویلي وو چې د هرشابالي ایالت په دوو کلیو کې یې د الشباب د وسله والې ډلې په خلاف عملیات کړي.

حکومت ویلي وو چې عملیاتو ۴۸ ساعته وخت ونیوه او په ترڅ کې یې د الشباب ۸۸ غړي ووژل شول. د سومالیا حکومت ویلي چې دا عملیات د نړیوالو همکارانو سره یو ځای شوي چې معمولاً یې هدف هوایي بریدونه دي چې ملګري هیوادونه یې د سومالیا د پوځ د ملاتړ په خاطر کوي.

د سومالیا حکومت تیره جمعه یو شمیر انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې چې ګمان کیږي د الشباب د وژل شویو غړیو به وي. د حکومت د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ همدرانګه وویل چې په وژل شویو کې د الشباب قوماندان یوسف محمد جنګاب هم شالم دی.

خو د سومالیې د حکومت دا ادعاوې په خپلواکه توګه ندي تائید شوي.

متحده ایالاتو پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیا کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیا څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیې کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

XS
SM
MD
LG