د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرونا ضد واکسین شويو کسانو ته د راتګ اجازه ورکړه


متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۰ (وږي۲۹) اعلان وکړ چې هغه کسان دې هیواد ته د سفر کولو اجازه لري چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي.

یو شمیر نړیوالو هوایي شرکتونو چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره د سفر کولو بندیزونو او محدودیتونو له کبله یې سخت مالي زیان لیدلی، د امریکا د دې اعلان هرکلی کړی.

د فرانسې هوایي شرکت (ایر فرانس) مشر بنجامین سمیت د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اروپا یو شمېر سترو هوایي شرکتونو په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې لسګونه میلیارده یورو زیان لیدلی.

تر ټولو ډیر زیان ایر فرانس، د جرمني لوفتانزا او د بریتانیې بریټیش ایر ویز لیدلی چې د اتلانتیک د سمندر د پاسه یې د مسافرو د وړلو راوړلو خدمات درلودل.

ایر فرانس او د هالنډ KLM هوایي شرکت ۴۰ په سلو کې پلور د شمالي اتلانتیک پر سر د پروازونو څخه تر لاسه کوي پداسې حال کې د جرمني د لوفتانزا شرکت ۵۰ په سلو کې پلور په همدې لار د پرازونو نه تر لاسه کوي.

د بریټیش ایرویز مشر شان ډویال د متحده ایالاتو د دوشنبې د ورځې اعلان "تاریخي شیبه" بللې. هغه ویلي، "زمونږ مشتریان باید درک کړئ چې نړۍ بیرته پرانیستل کیږي او هغوي په ډاډ سره کولی شي چې خپل سفرونه وکړي. "
پخپله د متحده ایالاتو سترو هوایي شرکتونو هم د واکسین شویو کسانو راتګ ته د اجازې په ورکولو خوښ دي.

سره لدې چې د دلتا او امریکن هوایي شرکتونه یوازې ۲۵ یا ۳۰ په سلو کې عاید د نړیوالو پروازونو د لارې تر لاسه کوي او ډیره اتکا یې په داخلي پروازونو نه ده خو وایي چې دا اعلان د هیاد لپاره ښه خبر دی.


XS
SM
MD
LG