د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې لپاره د متحده ایالاتو سفیر دنده پریښوده


د روسیې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان سلیوان یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي چې په مسکو کې د امریکا تر ټولو د جګپوړي دپلومات په توګه خپله دنده پریږدي.

ښاغلی سلیوان تقریباً درې کاله کیده چې په روسیه کې د امریکا سفیر و. هغه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دورې کې ټاکل شوی و چې بیا یې د اوسني جمهور رئیس جو بایډن په دورې کې هم خپل کار ته دوام ورکړ.

د امریکا دا دپلومات پداسې حال کې خپله دنده پریږدي چې له یوې خوا په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله کړکیچ جدي شوی او له بلې خوا په روسیه کې د څو نیول شویو امریکایانو پر سر هم د واشنګټن او مسکو تر منځ جنجال دی.

سره لدې چې ټاکل شوې وه د جان سلیوان د دندې موده په راتلونکي مني کې پای ته رسیدلې وی خو یو شمیر کسان چې د موضوع په هکله معلومات لري، د نوم نه ښودلو په شرط یې مطبوعاتو ته ویلي چې د روغتیایي موضوعاتو له کبله سفیر پریکړه وکړه چې تر ټاکلې مودې وړاندې دنده پریږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د جان سلیوان د دندې پریښودو پریکړه تائید کړې او ویلي یې دي چې دا کار د پلان او عادي دپلوماتیکي بدلون له مخې کیږي.

وزارت ویلي چې په روسیه کې د سفیر په توګه د سلیوان د دندې موده پای ته رسیدلې او په "بې ساري وخت کې یې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې تنظیم کولې."

ټاکل شوې چې روسیه کې د امریکا د سیاسي استازولۍ مرستیاله الیزابت رووډ به تر څو چې جمهور رئیس جو بایډن د جان سلیوان ځای ناستی کانګریس ته نه وي ور پیژندلی، په مسکو کې د امریکا تر ټولو جګپوړې دپلوماته وي.

جان سلیوان په خورا سخت وخت کې په روسیه کې د امریکا د سفارت چارې پر مخ وړلې. له یوې خوا په اوکراین د روسیې یرغل او له بلې خوا د واشنګټن او مسکو لخوا د بیلا بیلو دلایلو له کبله د دپلوماتانو شړل هغه څه و چې په مسکو کې یې د ښاغلي سلیوان کار سخت کړی و.

په مسکو کې د امریکا دې تر ټولو جګپوړي دپلومات څو ځله په روسیه کې د امریکایي مامورینو لپاره د کار کولو د ناوړه شرایطو په هکله شکایتونه کړي و په ځانګړي توګه کله چې روسي چارواکو د امریکایانو په تګ راتګ محدودیتونه وضع کړل او د سیمه ایزو مامورینو شمیر هم کم شو.

XS
SM
MD
LG