د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ناتو ځواکونو کندهار کې د طالبانو په مرچلو بمبارۍ کړي


د کندهار امنیتي چارواکو په دغو بمباریو کې طالبانو ته د سر د درون زیان د اړولو ادعا کړې ده.
د کندهار امنیتي چارواکو په دغو بمباریو کې طالبانو ته د سر د درون زیان د اړولو ادعا کړې ده.

په کندهار کې د افغان پوځ مقامات وايې چې د دې ولایت په لویدیځ میوند ولسوالۍ کې يې د پوځ پر یوه مرکز د وسله والو طالبانو یوه لویه حمله پر شاه تمبولې ده.

دغه چارواکې ادعا کوي، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو د هوايي بمباریو په پایله کې د طالب وسله والو ۴۵ تنه هم وژل شوي، چې د ځینو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

په میوند ولسوالۍ کې د ملي پوځ د ۳ لوا د ارکانو رئیس ډګروال محمدقاسم امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د وسله والو طالبانو سرې قطعې په نوم یوې ډلي غوښتل چې د افغان پوځ د چشمو کمپ ته سقوط ور کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو د حملې د ځپلو لپاره د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي قواوو بریدونه وکړه چې په ترځ کې يې ۴۵ وسله وال وژل شوي دي.

ډګروال محمدقاسم وویل " د سرې قطعې غړي چې په درنو وسلو هم سمبال وو غوښتل زموږ د میوند ولسوالۍ د چشمو د سیمې کمپ ته چي په سیمه کې ملي پوځ مهم مرکز دی لمنځه یوسي خو د حملې څخه مخکې دوی تر هوايي بریدونو لاندې راغلل او ټول برید کونکي يې له منځه یو وړل شول چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي".

میوند ولسوالي د کندهار په لویدیځ ۱۳۰ کیلو میترۍ کې د هلمند له نا امنیه سیمو سره پر ګډه پوله پرته ده.

تیره میاشت هم د دې ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې د ملي امنیت او خاصو قطعاتو په عملیاتو کې ۵۰ وسله وال وژل شوي وو چې وروسته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پکې د ملکي خلکو د وژل کیدو راپور هم خپور کړ.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو له تیرو میاشتو راهیسې پردې پلان کار کاوه چې د کندهار پر مهمو نقطو ډله ییز بریدونه وکړي چې هم په سپين بولدک او میوند ولسوالۍ کې د تیرې شپې د وسله والو پر یوه وخت بریدونه د همدې پلان یوه برخه وه.

خپله وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ د تیري شپې د پېښې په اړه کومه تبصره نده کړې.

خو وسله والو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز د برید مسولیت منلی او په دغه برید کې یې تر دیرشو زیاتو افغان سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده.

قاري احمدي ویلي، چې دا برید د څلورو ځانمرګو له خوا ترسره شوی وو.

خو د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د سپين بولدک ولسوالۍ پر امنیه قومندانی ډله ییز ځانمرګي بریدونو کې یو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

خو یوه بله امنيتي سرچینه وايي چې په پېښه کې ۶ پوليس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.

دغه راز د کندهار د پوليسو ویاند ادعا کړې چې برید کونکو په چمن ښارګوټې کې له یوه استخباراتي مرکز څخه د تلیفون له لاري د جګړې قومانده تر لاسه کوله چې دوی يې انځورونه هم تر لاسه کړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د امریکا غږ ته وويل چې ځانمرگو بریدگرو لمړی د سپین بولدک د امنیه قوماندانۍ په وردوي دروازې کې د موټر سائکل بم ځانمرګی برید کړی دی.

د ښاغلي دراني په وینا برید کونکو ۸ بجې برید پيل کړی او د شپې تر ۱۱ بجو پوري جګړې دوام وکړ.

ښاغلي دراني وویل " برید کونکې څلور تنه وو او سرحدي پوليسو یونیفارم يې په تن کړی وو، دوی د کویټې او چمن څخه د تیلیفون له لارې د جګړې پر مهال قومانده تر لاسه کوله خو ۲ يې د موټر سائکلانو په وسیله ځانمرګي بریدونه وکړه او ۲ تنه نور يې زموږ د تازه دمه سرتیرو له خوا لمنځه یو وړل شول، چې یو پوليس مو پکې وژل شوی او ۴ تنه نور مو ټپیان دي".

قومندانۍ ودانی ته هم زیان رسیدلی خو د کندهار د پوليسو ویاند وايي چې د قومندانی په قره ول کې امنیتي موانعو ودانی ته د ډېر زیان مخه نیولې.

سپین بولدک د کندهار په جنوب ختیځ ۱۳۰ کيلیو میتری کې د ډيورنډ کرښې ته نږدې پرته ګڼ مېشته او تجارتي ولسوالۍ ده چې پّ جنوب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت د عمده مرکز په توګه هم پيژندل کیږي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قومانداني د ډیورند کرښې په څلور کیلو میترۍ کې ده او مخ ته يې له افغانستان څخه پاکستان ته غځيدلی سړک هم تېر شوی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG