د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیل د دفاع وزیر سره د ایران په اتومي موافقې غږیدلی


د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګاټز جمعه اګست ۲۶ (وږي۴) د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان سره لیدنې کې یو ځل بیا د ایران د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو سره مخالفت څرګند کړی.

د اسرائیل د دفاع وزارت په اعلامیې کې پدې ټینګار شوی که د ایران سره دا موافقه کیږي اسرائیل باید د دفاعي او تعرضي اهدافو لپاره عملیاتي وړتیاو نه یوازې دا چې پخپل حال وساتي بلکې پراخه یې کړي.

اسرائیل د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د هغو هلو ځلو سر سخت مخالفت کوي چې غواړي د ایران سره اتومي موافقه چې په ۲۰۱۵ کال کې پدې شرط لاسلیک شوې وه چې ایران به د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې خپل اتومي فعالیت محدودوي او یوارنیم به په لوړه کچه نه غني کوي.

اسرائیل او متحده ایالاتو د اتومي وسلو د تر لاسه کولو د مخنیوي لپاره د ایران پر ضد نظامي اقدام امکان هم ندی رد کړی.

د ایران اتومي موافقه چې تر اوسه نهایي شوې نده او نه هم عامو خلکو ته خپره شوې، خو اسرائیل یې وار د مخه مخالفت کړی.

په یوې اعلامیې چې متحده ایالاتو د ملاقات په هکله خپرې کړې پکې ویل شوي چې ښاغلي سلیوان او ښاغلي ګاټز د امریکا په هغه تعهد خبرې کړي چې دا یقیني کوي چې ایران به هیڅکله اتومي وسلو تر لاسه کولو ته پرې نږدي او دا چې د ایران او د هغوي د ګوډاګي ډلو لخوا د متوجه خطرونو سره به مبارزه کوي.

سره لدې چې پخپله اسرائیل تر اوسه نده منلې چې اتومي وسلې لري خو پراخ ګمان دا دی چې دې هیواد څو لسیزې وړاندې اتومي وسلې تر لاسه کړي.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار د جولای ۱۷ د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې ایران په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

کمال خرازي دا څرګندونې منځني ختیځ ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د سفر څخه یوازې یوه ورځ وروسته وکړلې. ښاغلي بایډن په سعودي عربستان او اسرائیل کې د رسمي سفرونو پر مهال هوډ څرګند کړی و چې ایران به پرې نږدي اتومي وسلې تر لاسه کاندي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له ایران سره د شوي تړون څخه ووت او ویې ویل چې دا تړون ډېرې ستونزې لري او ایران ته یې ګټه ډېره رسېږي. خو د ښاغلي بایډن حکومت د دغه تړون د بیا احیا کېدو هلې ځلې کوي


XS
SM
MD
LG