د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اسرئیل امنیتي تړون لاسلیکوي او د ایران د ګواښ په مخنیوي غور کوي


د اسرائيل صدراعظم یاییر لاپیډ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ته د ښه راغلاست لپاره هوایي ډګر ته ورغلی و.
د اسرائيل صدراعظم یاییر لاپیډ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ته د ښه راغلاست لپاره هوایي ډګر ته ورغلی و.

جمهور رئیس بایډن نن پنجشنبه ۱۴ جولای (چنګاښ ۲۳) په بیت المقدس کې د اسرائیل له مشرانو سره ګوري. امنیتي مسایل، په اوکراین کې جګړه او د امریکا او اسرائیل تر منځ اړیکې، اسرائیلو ته د جمهور رئیس بایډن ددې لومړني سفر د آجنډا مهم ټکي دي.

د بایډن د ادارې یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، تمه کیږي چې جمهور رئیس بایډن د اسرائیل له صدراعظم یاییر لاپیډ سره د لیدنې پر وخت یو امنیتي تړون لاسلیک کړي چې پدې تړون کې "ژمنه شوې چې ایران هیڅ کله اتومي وسلې تر لاسه نکړي او د بې ثباتۍ خپرولو دپاره د ایران د هڅو او په ځانګړي ډول اسرائیل ته د متوجه ګواښونو مخنیوی وشي".

د صدراعظم لاپیډ سره له لومړنۍ کتنې وروسته بایډن خبریالانو ته وویل: "فکر کوم نه یوازې زما اداره بلکه د امریکا اکثریت خلک د اسرائیل امنیت ته ژمن دي".

اسرائیل د ایران او څو نړیوالو قدرتونو تر منځ په ۲۰۱۵ کال کې پر لاسلیک شوې موافقې انتقاد کړی چې له مخې یې د ایران پر اتومي پروګرام محدودیتونه لګول شوي او پر دغه هېواد باندې لګېدلی ځینې بندیزونه لرې شوي دي. ددغه موافقې پر وخت بایډن د امریکا د جمهور رئیس مرستیال وو. او په ۲۰۱۸ کال کې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له دغه موافقې څخه امریکا وایستله.

صدراعظم لاپیډ وویل: "موږ د ایران د ګواښ په اړه وغږېدو... ایران به هیڅکله اتومي وسلې ونلري". هغه زیاته کړه، "دا نه یوازې اسرائیل بلکه نړۍ ته ګواښ پېښوي".

بایډن ته د آیرن ډوم او آیرن بیم په ګډون د توغندیو هغه دفاعي سیستمونه وښودل شول چې د جوړولو دپاره یې امریکا د اسرائیل سره په میلیاردونو ډالرو مرسته کړېده.

واشنګټن اسرائیل هڅوي چې خپلې دفاعي وړتیاوې له خپلو عربو ګاونډیو سره شریکې کړي چې ایران ته یو پیاوړی پیغام واستوي.

د امریکا او اسرائیلو د اړیکو څېړونکی ایتن ګلبوا وايي دا کار ایران ته پیغام دی چې: "تاسو یو آخري چانس لرئ چې د ۲۰۱۵ کال اټومي معاملې ته بیرته ولاړشئ، که داسې ونه کړئ، امریکا به له داسې یوه سیمه ایز دفاعي سیستم څخه ملاتړ وکړي چې ستاسو پر ضد جوړ شوی دی".

له اسرائیلي تلویزیون سره په مرکه کې، بایډن وویل، دی به د ایران پرضد د قوې استعمال د وروستي انتخاب په توګه وکاروي.

منځني ختیځ ته د بایډن د سفر پرمهال اسرائیل هڅه کوي چې له عربي هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړې کولو هڅه وکړي.

د اسرائیل صدراعظم یاییر لاپید وايي له جمهور رئیس بایډن سره د ایران د اټومي پروګرام د درولو په خاطر د یوه قوي نړیوال ایتلاف د جوړولو پر ضرورت خبرې کوي: "موږ به د ابراهام له توافقاتو او د النقب له سرمشریزې وروسته د منځني ختیځ له هیوادونو سره د یوه نوي امنیتي او اقتصادي جوړښت پر جوړولو بحث وکړو".

د ابراهام توافقات د ټرمپ پرمهال شوې هغه معامله ده چې د اسرایلو او عربي هیوادونو ترمنځ یې ډیپلوماټیکې اړیکې عادي حالت ته راوګرځولې.

په داسې حال کې چې عربي هیوادونه له اسرایلو سره خپل تعاملات زیاتوي، د اُردن د سیند په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې، نښتې دوام لري.

د فلسطین او اسرائیل د مسایلو څېړونکې زها حسن وايي: "د ابراهام په توافقاتو کې د فلسطین موضوع تر ډېره بریده له پامه غورځول شوېده. او د فلسطینیانو د حاکمیت د حق د سلبولو په بیه اصلي تمرکز د اسرائیلو او عربي هیوادونو تر منځ د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پر وده شوی دی".

بایډن، که څه هم په دې پوهیږي چې د اسرائیل او فلسطین د دوه جلا هیوادونو د جوړېدو نظریه عملي نه ښکاري، بیا به هم له دغې نظریې د امریکا ملاتړ، د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر سره د جمعې په ورځ په کېدونکې لیدنه کې تکرار کړي.

جمهور رئیس بایډن وايي: "زما په نظر دا د اسرائیل او فلسطینیانو لپاره د مساوي تدبیر، ازادئ، ښېرازۍ او ډیموکراسئ د راتلونکي لپاره تر ټولو غوره لار ده".

بایډن اسرائیلو ته د خپل سفر لومړۍ ورځ د هلوکاست آبدې ته په ورتګ او په دوهم نړیوال جنګ کې په میلیونونو وژل شویو یهودانو یاد ته د درناوي په کولو سره پای ته ورسوله.

XS
SM
MD
LG