د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند سره د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې وروستۍ لانجه حل کړه


متحده ایالاتو جمعه سپټمبر ۸ (وږي ۱۷) اعلان وکړ چې د هند سره په نړيوال سوداګریز سازمان کې د وروستۍ لانجې په هکله دواړه هیوادونه موافقې ته ورسیدل او دا یې د نوې ډهلي او واشنګټن تر منځ د همکارۍ نوی باب بللی.

دا موافقه د جمعې په ورځ په هند کې د صدراعظم نریندار مودي او متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن تر منځ په ملاقات کې وشوه.

د سپینې ماڼۍ د سوداګرۍ استازي دفتر په یوې اعلامیې کې د ملاقات څخه وروسته د متحده ایالاتو او هند تر منځ "دوامداره او نږدې" همکارۍ ستایلې ده.

په اعلامیې کې راغلي، "نننۍ موافقه وروستۍ لانجه چې له ډیره وخته روانه وه حلوي او د دوه اړخیزې همکارۍ لپاره نوی باب پرانیزي چې له مخې به یې د متحده ایالاتو او هند تر منځ د سوداګرۍ اړیکې لا ژورې شي".

د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د هند او متحده ایالاتو دا لانجه د چرګانو او مرغانو غوښې په هکله و، په ځانګړې توګه نوې ډهلي د انفلونزیا په هکله د اندیښنو له وجې د متحده ایالاتو څخه د ځینو کرنیزو محصولاتو په واردولو محدودیتونه لګولي و.
په نوې موافقې کې هند همدارنګه منلې چې د متحده ایالاتو څخه د کګنل شویو هیلیو او فیلمرغانو په غوښې او همدرانګه ځینو تازه توتانو په واریدو به ګمرکي تعرفه کمه کاندي.

د سپینې ماڼۍ د سوداګرۍ استازي د دفتر په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د ګمرکي تعرفو دا کموالی به په بازار کې د متحده ایالاتو د محصولاتو لباره اقتصادي فرصتونه ډیر کړي.

بایډن او مودي د ۲۰۲۱ میلادي کال راپدیخوا تر لسو ځلو ډیر په آنلاین یا حضوري توګه کتلي دي او پداسې حال کې د دواړو هیوادونو تر منځ ګډه همکاري پراخوي چې په سیمه کې د ګڼ شمیر موضوعاتو له کبله اندیښنې ډیرې شويدي.

متحده ایالاتو او هند د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې موافقه کړې وه چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې ۶ لانجې حل کړي. هند دا ه ممنلې چې د متحده ایالاتو څخه په واردیدونکو دالو او نخودو هم ګمرکي تعرفه کمه کړي.

دا موافقه داسې وخت شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د جی شل هیوادونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره نوي ډهلی ته رسیدلی.

د جي ۲۰ په روانه سرمشریزه کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د برتانیې صدراعظم ریشي سوناک او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم ګډون کوي، خو په نوې ډهلي او بیجنګ کې ځینو سرچینو ویلي چې ښایي د چین جمهور رئیس شي جن پنګ به پدې غونډې کې ګډون ونکړي.

د جاپان، اسټرالیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم ویلي چې په غونډې کې برخه اخلي خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین بیا ویلي چې دې غونډې ته به پخپل استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف واستوي.

د جي ۲۰ هیوادونو مشري سږ کال د هند سره ده او صدراعظم نریندرا مودي په تیر یو کال کې دا مشري په یوې ملي نندارې بدله کړې. د هند حکومت د همدې روان کال د مې په میاشت کې د سرینګر په ښار کې د جي۲۰ هیوادونو د ګرځندویۍ یوه غونډه جوړه کړه چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG