د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوې نن دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي


هغه مېز چې ټاکل شوې د سولې تړون پر لاسلیک شي
هغه مېز چې ټاکل شوې د سولې تړون پر لاسلیک شي

ټاکل شوې نن د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو یو تاریخي تړون لاسلیک شي.

په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وايي چې د یادې هوکړه لیک د مراسمو کې د ګډون لپاره د شااوخوا لسو هیوادونو د بهرنیوو چارو وزیران قطر ته رسېدلي چې ټاکل شوې د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازې هم دوحې ته ورسیږي.

نوموړي زیاتوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې، جرمني، روسیې او ځینو نورو هیوادونو ځانګړي استازي هم په یادو مراسمو د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک مراسم چې له تېرو څو ورځو ورته تیاری روان دی،ویل کیږي چې طالب استازي هم د هغه هوټل ته رسېدلي چې دغه تړون پکې لاسلیک کیږي.

په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین همدارنګه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دغو مراسمو کې ګدون کوي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دغه تړون نن شنبه «فبرورۍ ۲۹مه» د قطر پر مهال ۳ بجې لاسلیک شي چې وروسته به امریکايي او طالب استازي هر یو رسنیو ته د یاد تړون د لاسلیک په اړه معلومات ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت پر خپل ټوېټر یاده ورځ د افغانستان لپاره تاریخي ورځ بللې ده:"نن د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده، دا د سولې د ټینګښت او د روښانه راتلونکي لپاره ښې هڅې دي، موږ له افغانستان سره یو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې افغانان باید د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د یاد تړون په هدف امریکا او طالبانو تېره اونۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو توافق کړی و چې تېره شپه پای ته ورسېد. خو رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو په حواله ویلي چې نن به هم د تاوتریخوالي کمولو جریان ولري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رولاند کوبیا هم یاده د افغانستان لپاره مهمه او تاریخي بللې ده.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي:"دا یوه معمولي ورځ نه ده، بلکې لکه سوله صبر او حوصلې ته اړتیا لري، که چیري دواړي خواوي پر خپلو ژمنو عمل وکړي، په افغانستان کنې سوله ټینګېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د یاد تړون د لاسلیک سره هم مهاله نن د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ کابل ته سفر وکړ چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم کابل ته سفر وکړي.

افغان چارواکي وايي ستولټنبرګ او اسپر به له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام د ژمنې تازه کولو یوه اعلامیه هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG