د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو او ونزویلا بندیان تبادله کړل


متحده ایالات وایي جمهور رئیس جو بایډن په یوې "دردناکې" پریکړې کې د ۷ امریکایي اتباعو د خوشې کیدو په بدل کې چې د څو کالونو راپدیخوا په ونزویلا کې بندیان و، د ونزویلا د جمهورر ئیس د میرمنې دوه نږدې خپلوان خوشې کړل.

واشنګټن او کراکاس په اعلامیو کې چې تقریباً په یو وخت کې خپرې شوي، ددې بندیانو د تبدالې اعلان کړی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس په اعلامیې کې ویلي چې د څو کالونو بند تیرولو څخه وروسته چې "په ناسمه توګه نیول شوي و مونږ نن بالاخره جورج ټولیډو، ټومیو واډیلو، الیرو زمبرانو، حوسې لیوس زمبرانو، حوسې پریرا، میتیو هیت او عثمان خان بیرته کور ته راولو".
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ندي ویل شوي چې د ونزویلا حکومت دا کسان په کوم تور نیولي او بندیان کړي و.
د ونزویلا د حکومت په اعلامیې کې بیا ویل شوي چې د دواړو حکومتونو د استازو تر منځ پدې هکله د روان ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې راپدیخوا خبرې اترې کیدلې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په تبادلې کې د دې هیواد دوه ځوانان چې په "عیر عادلانه" توګه بندیان و خوشې شویدي.

سره لدې چې په اعلامیې کې د خوشې شویو کسانو نومونه ندي یاد شوي او نه یې په هکله نور معلومات ورکړل شوي خو د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې خوشې شوي کسان فرانسیسکو فلوریس ډي فریتاس او د هغه د تره زوی ایفرین انتونیو کامپوس فلوریس دي چې د ونزویلا د جمهور رئیس نکولاز مدورو د میرمنې وریرونه دي.
دا دواړه د تره زامن په ۲۰۱۵ کال کې په هیټي کې ونیول شول او وروسته د نیویارک ایالت ته راوړل شول. محکمې دوي دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د مخدره موادو د قاچاق په تور کې مجرم وبلل او ۱۸ کاله د بند سزا یې پرې وخیژوله.

د ۷ امریکایي اتباعو د جملې نه چې د بندیانو پدې تبادلې کې خوشې شوي و ۵ یې د سیټګو په نامه د تیلو د شرکت اجرائیوي مشران دي. دوي په ۲۰۱۷ کال چې ونزویلا ته د کاروبار لپاره په سفر تللي و، حکومت په فساد تورن کړل او وې نیول.

د امریکا د حکومت یو چارواکي ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د ۷ واړو خوشې شویو بندیانو سره خبرې کړي او ټول یې ښه صحت لري.

XS
SM
MD
LG