د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران نوي بندیزونه ولګول


د متحده ایالاتو د خزانې وزارت جمعه اکټوبر ۲۸ (لړم۶) اعلان وکړ چې په ایران کې د میشتې (بنیاد پانزده خرداد" په سازمان اقتصادي بندیزونه لګوي ځکه چې دې ادارې د لیکوال سلمان رشدي پر سر میلونونه ډالر انعام ایښی او له همدې کبله په ښاغلي رشدي د امریکا د نیویارک په ایالت کې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې برید وشو.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د پانزده خرداد بنسټ د ښاغلي رشدي پر سر دا انعام لا هم ساتلی او په ۲۰۱۲ کال کې یې د انعام اندازه د ۲.۷ ملیون څخه ۳.۳ ملیون ډالرو ته پورته کړله.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران دې ادارې پخپل وړاندیز کې ویلي چې دا ټول رقم به په سمدستي توګه هغه چا ته ورکړل شي چې رشدي ووژني.

پدې اعلامیې کې د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د مرستیال براین اي نیلسن له قوله راغلي، " متحده ایالات به د هغو ګواښونو پر ضد د دریدو لپاره د خپلې ارادې څخه تیر نشي چې د ایراني چارواکو لخوا د بیان آزادۍ، مذهبي او عقیدتي آزادۍ او مطبوعاتو آزادۍ نړیوالو حقونو ته متوجه دي".


سلمان رشدي چې ۷۵ کاله عمر لري، د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د امریکا د نیو یارک په ایالت کې د یوې غونډې د خبرو پر مهال پرې برید وشو.

په برید کې د هغه مخ، غاړه او ګیډه ټپي شوې وه چې روغتون ته د درملنې لپاره یوړل شو. د دې برید له کبله سلمان رشدي په یوې سترګې ړوند شو او هم یې یو لاس له کاره ولوید.


په یوې بلې اعلامیې کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خزانې وزارت د اعلامیې سره په یو وخت کې خپره کړې، راغلي چې د سلمان رشدي په خلاف د ایران فتوا خلک ترهګرۍ او تشدد ته هڅوي.

په اعلامیې کې راغلي چې متحده ایالات دا ډول پارونې او رشدي برید په سختو ټکو غندي او د بیان په آزادۍ یې ښکاره برید او د ترهګرۍ کړنه بولي".

د متار په نامه یو ۲۴ کلن ځوان چې د امریکا د نیو جرسي ایالت اوسیدونکی دی د اګسټ په ۱۲ د نیویارک په ایالت کې د یوې ادبي غونډې پر مهال سلمان رشدي په چړې او سوکانو وواهه او سخت یې ټپي کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د برید په اړه د تهران د لومړني رسمي غبرګون په ترڅ کې وویل: "مونږ په کلکه له دې برید سره هر ډول تړاو ردوو او هیڅوک حق نه لري چې د ایران پر اسلامي جمهوریت تورونه ولګوي."

په ۱۹۸۹ کال کې کله چې سلمان رشدي د "شیطاني آیاتونو" په نامه خپل ناول چاپ او خپور کړ، د ایران پخواني ستر مذهبي مشر ایات الله روح الله خومیني ددې لیکوال د وژلو فتوا ورکړه. ددې فتوا له کبله څو ځله په ښاغلي رشدي او خپل خپلوانو بریدونه وشول.

د ایران اوسني مذهبي مشر دا فتوا په ۲۰۱۷ کال کې تازه کړله او د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د ایران د حکومت تر کنټرول لاندې مطبوعاتو کې خپره شوه.

XS
SM
MD
LG