د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بشري حقونو په نړیوالې ورځې د نویو بندیزونو اعلان وکړ


د بهرنیو چارو د وزارت تر څنګ د امریکا د خزانې وزارت هم په ۲۵ افرادو او ادارو بندیزونه لګولي
د بهرنیو چارو د وزارت تر څنګ د امریکا د خزانې وزارت هم په ۲۵ افرادو او ادارو بندیزونه لګولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت د یوګانډا، چین، بیلاروس، بنګله دیش، سریلانکا او مکسیکو د حکومتونو په ۱۲ چارواکو د بندیزونو لګول اعلان کړل.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین ویلي چې پدې حکومتي چارواکو د بشري حقونو د جدي سرغړاونو تورونه دي.

ښاغلي بلنکین وویل: " هوډمن یو چې بشري حقونو ته د خپلې بهرنۍ پالیسې په مرکز ځای ورکړو او یو ځل بیا ټینګار کوو چې بشري حقونو ته د پام راګرځولو او د سرغړاونې او ناوړه ګټه اخیستنې سره د حساب کتاب کوونې مروج کولو لپاره به د مناسبو امکاناتو او صلاحیتونو څخه کار اخلو".

د متحده ایالاتو کانګریس د بهرنیو چارو وزیر ته دا صلاحیت ورکوي چې امریکا ته دهغو بهرنیو هیوادونو حکومتي چارواکي او د کورنۍ غړي د راتګ نه منع کړي چې د بشري حقونو په سرغړاونو او یا فساد کې لاس ولري.

د بهرنیو چارو وزارت د چین ۴ اوسني او پخواني چارواکي د بندیزونو په لیست کې شامل کړي چې د سین کیانګ په نیمه خومختاره سیمه کې د اویغور مسلمانانو سره په ناوړه چلند کې لاس لري.

په واشنګټن کې د چین د سفارت یو ویاند ددې بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې د دې بندیزونو سره کلک مخالفت څرګندوي او غنندي یې.

ویاند لیو پینګیو امریکا غږ ته پدې هکله وویل، "د امریکا دا کړنې د چین په کورنیو مسایلو کې جدي لاس وهنه ده او د چین – امریکا اړیکو ته جدي زیان رسوي."

د بهرنیو چارو د وزارت تر څنګ د امریکا د خزانې وزارت هم د بشري حقونو د قانون له مخې په ۲۵ افرادو او ادارو بندیزونه لګولي. د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې په چین، بنګله دیش، شمالي کوریا، برما او روسیې کې په افرادو او ادارو بندیزونه لګیدلي دي.

XS
SM
MD
LG