د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په شمالي کوریا او روسیې نوي بندیزونه ولګول


متحده ایالاتو جمعه مې ۲۷ (غبرګولي ۶) د روسیې په دوو بانکونو او د شمالي کوریا په یوې کمپنۍ چې تور پرې دی د دې هیواد د زیاتې تباهۍ د وسلو د پروګرام ملاتړ کوي، تازه بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه په شمالي کوریا چې پدې تیرو څو میاشتو کې یې ګڼ شمیر توغندي آزمایلي، فشار لا ډیروي.

د متحده ایالاتو دا تازه بندیزونه پداسې حال کې لګول کیږي چې روسیې او چین یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتونو لخوا د بندیزونو د لګولو پریکړه لیک رد یا ویتو کړ.

دا ۲۰۰۶ کال راپدیخوا چې شمالي کوریا ته د توغندیو د آزمایښتونو له کبله د ملګرو ملتونو د سزا ورکولو لړۍ پیل شوې لومړی ځل دی چې د امنیت شورا پدې موضووع په عامه توګه په دوه ډلو ویشل کیږي.

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دې پریکړه ته پداسې حال کې د رد رایې ورکړې چې امریکا وایي شمالي کوریا په روان میلادي کال کې شپږ ځله د بین البراعظمي توغندیو آزمایښتونه کړي او داسې نښې هم شته چې ښایي دا هیواد د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د اتومي وسلو د آزمایښت کولو لپاره هم چمتوالی نیسي.

د بندیزونو په هکله د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا تازه بندیزونه د شمالي کوریا د سوداګرۍ په یو شرکت او د روسیې په دوو مالي ادارو لدې کبله لګول شوي چې د شمالي کوریا د سازمانونو سره د رانیولو او ګټې تر لاسه کولو په چارو کې مرستې کوي.

واشنګټن همدارنګه د دې بندیزونو په لړ کې د شمالي کوریا په یو تبع جونګ یانګ نام بندیزونه ولګول. هغه په بیلاروس کې د شمالي کوریا د طبیعي علومو دویمې اکاډمۍ استازی دی.

دا اداره د شمالي کوریا د هغو سازمانونو سره ملاتړ کوي چې د بالاستیک توغندیو د پروګرام سره سر او کار لري.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې د شمالي کوریا سیاسي استازولۍ د امریکا پدې تازه بندیزونو د څرګندونو څخه ډډه وکړله.

XS
SM
MD
LG