د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په ۶۱ امریکایانو بندیزونه ولګول


د ایران د بهرنیو چارو وزارت شنبه جولای ۱۶ (چنګاښ۲۵) د امریکا د مخکني حکومت د څو جګپوړو چارواکو په ګډون په ۶۱ امریکایي اتباعو د مجاهدین خلق ډلې سره د ملاتړ له کبله بندیزونه لګولي.

د ایران د دولتي مطبوعاتو د راپور پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن او د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شخصي مدافع ویلک روډي جولیاني د هغو کسانو په ډله کې دي چې ایران پرې بندیزونه لګولي.

ویل کیږي چې دې درې دواړو جمهوري غوښتونکو د مجاهدین خلق ډلې په غونډو کې ګډون کړی او د هغوي سره یې د ملاتړ سینه ډبولې.

دا بندیزونه پدې معنی دي چې ایراني چارواکي اجازه لري هغوي چې بندیزونه پرې لګیدلي، په ایران کې یې شتمنۍ ضبط شي.

سره لدې چې دا کړنه سمبولیکه ده او ګمان نه کیږي چې دا امریکایي اتباع به په ایران کې شتمني ولري خو ایران دا بندیزونه پداسې حال کې لګوي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن منځني ختیځ ته د جمهور رئیس په توګه خپل لومړنی رسمي سفر پای ته ورساوه.

جوبایډن او د اسرائیل صدراعظم یاییر لاپیډ د پنجشنبې په ورځ یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. دا تړون د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یووالي څرګندونه کوي. امریکا او اسرائیل تل د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائیل صدراعظم لاپیډ له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي دي که واشنګټن هر «ډول تېروتنه» وکړي، تهران به یې «سخت ځواب » ووايي.

د ایران لخوا د بندیزونو د اعلان په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خپلو ټولو اتباعو خوندیتوب ته ژمن دي. دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سیاست او پالیسو پر سر مخالفت پخپل ځای خو امریکا د خپلو ټولو هغو اتباعو خوندیتوب ته متعهد ده چې په پخوانیو حکومتونو او اوسني حکومت کې کار کوي.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د ګواښونو او پاروونکو اقداماتو پر ضد پخپلو ارادو کې یو موټی یو او د خپلو متحدینو او شریکانو سره ګډ کار کوو چې د ایران څخه د هر ډول بریدونو مخه ونیسو او ځواب یې ووایو".

د امریکا او ایران تر منځ دا تازه جنجال داسې مهال راپورته کیږي چې د ایران په اتومي موافقې خبرې په ټپه ولاړې دي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

خو د متحده ایالاتو اوسني جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې غواړي بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي او وایي چې د ایران سره د معاملې تر ټولو غوره لار همدا ده

XS
SM
MD
LG