د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین جلا شوې سیمې په رسمیت وپیژندلې ، متحده ایالاتو پرې بندیزونه ولګول


د دونیڅک او لوهانسک سیمې د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دي چې روسیې تازه د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.
د دونیڅک او لوهانسک سیمې د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دي چې روسیې تازه د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.

څو ساعته وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک جلا شوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې، د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پدې دواړو سیمو د بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوشنبه فبروري ۲۱ (کب ۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن به په یو اجرائیوي فرمان کې د اوکراین پدې دوو سیمو کې د امریکایي اتباعو لخوا د پانګې اچولو، سوداګرۍ او مالي فعالیتونو څخه منع کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي، "دا فرمان به په هر هغه کس د بندیز لګولو صلاحیت ورکړي چې د اوکراین پدې سیمو کې فعالیت وکړي".

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدرانګه ویلي چې دا اقدام د هغو بندیزونو څخه بیل دي چې په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون به د لویدیځو هیوادونو لخوا په مسکو ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو وزیر انټوني بلنکین هم د روسیې لخوا د دونیڅک او لوهانسک بیلې شوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه غندلي او وایي ددې اقدام څخه څرګندیږي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دپلوماسۍ ته هیڅ لیوالتیا نلري.
ښاغلي بلنکین پدې هکله په اعلامیې کې لیکلي، "د دې سیمو خپلواکي په رسمیت پیژندل دپلوماسۍ ته د روسیې د ادعا سره په ټکر کې ده او د اوکراین په خودمختارۍ ښکاره برید دی".

د پوتین دې اقدام په لویدیځو هیوادونو کې دا ویره ډیره کړې چې ښایي ډیر ژر په ګاونډي هیواد یرغل وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو جګپوړي چارواکي پدې هکله ویلي چې د روسیې جمهور رئیس خپلو سرتیرو ته امر کړی چې د دونیڅک او لوهانسک سیمو ته د سوله ساتنې د ماموریت لپاره ولاړ شي.

دغه جګپوړي چارواکي د روسیې دا اقدام د نړیوال قانون، د اوکراین د خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړاونه بللې او همدرانګه ویلي چې سپینه ماڼۍ به د سه شنبې په ورځ د نورو اقداماتو اعلان هم وکړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG