د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ترکیې باندې د جټ الوتکو ماشینونه پلوري

د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت کانګرس ته احوال ورکړی چې نیت لري په ترکیې باندې د څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د جټ الوتکو ماشینونه وپلوري.

د رویټرز خبري اژانس چې کانګرس ته استول شوې رسمي خبرتیا یې لیدلې، لیکلي چې د ټرمپ اداره د ترکیې سره دا معامله د کانګرس یو شمیر غړیو د مخالفت باوجود کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په خبرتیا کې، چې کانګرس ته استول شوې او د جون میاشتې ۲۴ مه نیټه پرې لیکل شوې، راغلي چې د متحده ایالاتو حکومت په ترکیې کې د سیاسي، نظامي، اقتصاد، بشري حقونو او وسلو کنټرول موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، چمتو دی چې ترکیې ته ددې ماشینونو صادریدو ته جواز ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د موضوع په هکله د رویترز خبري اژانس پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی او نه یې هم پدې هکله تبصره کړې.

د رسمي خبرتیا تر لاسه کولو وروسته، کانګرس ۱۵ ورځې مهلت لري چې پریکړه وکړي په ترکیې باندې دا ماشینونه وپلورل شي که نه.

په ترکیې باندې د الوتکو دا ماشینونه پداسې مهم وخت کې پلورل کیږي چې ټاکل شوې بله میاشت هلته د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه وشي او پخپله د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان لپاره هم یوه مهمه لاسته راوړنه ده چې ټرمپ یې خپل نږدې متحد بولي.

جمهور رئیس ډونالډ ترمپ د همدې تیرې چارشنبې په ورځ ترې په ترکیې باندې د جټ الوتکو ماشینونو او ایف-۳۵ الوتکو پروګرام په هکله وپوښتل شول وویل، "زه ښایي یو څه وکړم چې هغوی به پرې خوښ شي".

ټرمپ د اردوغان سره خپلې اړیکې ښې وبللې او زیاته یې کړه چې د چین د جمهور رئیس شي ژنپنګ په څیر، د ترکیې مشر هم په ایران باندې د امریکا او اسرائیل په ګډو نظامي عملیاتو کې د نه مداخلې کولو په هکله د ده غوښتنه منلې وه.

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه ویلي که د ترکیې جمهور رئیس، رجب طیب اردوغان د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې کوربه نه وی، ده پکې ګډون نه کاوه. هغه ویلي چې ښاغلي اردوغان ترې په شخصي توګه غوښتي چې پدې غونډې کې ګډون وکړي او له همدې کبله د ترکیې مشر ته د درناوي په پار پدې غونډې کې برخه اخلي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG