د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بهر ته د ځواکونو سفرونه ۶۰ ورځې ځنډوي


د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د کروناویروس سره د مبارزې په خاطر د امریکا د پوځ ټول بهرني سفرونه د ۶۰ ورځو لپاره ځنډوي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، وویل چې دا کار به ټولو ځواکونو، پوځي او غیر پوځي کارکوونکو او همداشان د هغوی کورنیو ته ښه وي، خو بیا به ښایي ځینې ځانګړي حالات شتون ولري.

د امریکا د دفاع وزارت د شمیرو له مخې تر اوسه ۲۲۷ امریکایي سرتیري په کروناویرسو اخته شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه بیساری اقدام به په ټوله نړې کې په میشتو امریکایي پوځیانو اغیز ولري.

ښاغلي اسپر د رویترز اژانس ته وویل چې د افغانستان نه د امریکایي قواو قسمي وتل به له دغه امر نه مستثنا وي او د افغانستان نه به د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر دوام ولري.

د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې په اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه نیټه په قطر کې لاس لیک شوه، د امریکا متحده ایالات د موافقې له لاس لیک وروسته د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته راټیټوي او په ژمنو باندې د طالبانو د پاتې کیدو په صورت کې به تر ۱۴ میاشتو پورې امریکایي او ناټو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان نه ووځي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دمخه ویلي وو چې د امریکا پوځ ۸۶۰۰ تنو ته د خپلو سرتیرو د راکمولو پروسه د شرایطو په نظر کې نیولو سره پیل کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر همداشان د امریکایي پوځیانو د سفرونو د بندیدو په اړه وویل چې هدف مو دادی چې ویروس (کرونا) دننه امریکا ته راانتقال نکړو او نور پرې اخته نه کړو او د سرتیرو په منځ کې یې د پراخیدو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG