د لاس رسي وړ اتصالات

آسیا ته د ټرمپ سفر؛ پر شمالي کوریا د فشار راوړلو لپاره هڅه


ولسمشر ټرمپ وایې چې شمالي کوریا به "له اور او قهر سره مخ شي."
ولسمشر ټرمپ وایې چې شمالي کوریا به "له اور او قهر سره مخ شي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ [ نوامبر ۳] پنځو آسيايي هيوادونو ته په دولس ورځني سفر ځي.

هغه به لومړی جاپان، بیا جنوبي کوریا او ورپسې چین، ویتنام او فليپین هېوادونو ته لاړ شي.

آسیا ته د ولسمشر ټرمپ د سفر یوه مهمه اجنډا پر شمالي کوریا د فشارونو زیاتول دي. د سفر په ترڅ کې به امریکايي چارواکي د پیونګ یانګ د اټومي پروګرام پر ضد د یوې پراخې اجماع پر جوړولو کار وکړي.

ولسمشر ټرمپ هرکله د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون پر وړاندې تُندې خبرې کړي دي او ویلي دي چې "دا به د شمالي کوریا په خیر وي چې د امریکا پر ضد خطر جوړ نه کړي. هغوي [شمالي کوریا] به د اور او قهر سره مخ شي."

د امریکا یو پخوانی دیپلومات کریسټوفر هېل پدې نظر دی چې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په پرتله د شمالي کوریا پر ضد د ولسمشر ټرمپ دریځ قوي دی.

د نوامبر په ۸ نېټه به د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ له بریا نه یو کال پوره شي. دی به پدغه ورځ په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جن پنګ سره ویني.

چین د شمالي کوریا ستر اقتصادي ملګری دی او ولسمشر ټرمپ د پیونګ یانګ د منزوي کولو لپاره به د چینايي چارواکو مرسته مطالبه کړي.

د ښاغلي هیل په باور له چينايي چارواکو سره به د امريکايي پلاوي د خبرو اصلي اجنډا "شمالي کوریا" وي. هغه هیله وښودله چې دا مسله "اصلي اجنډا پاتې شي او هغوي جداً پدې اړه خبرې وکړي."

په آسیا کې د امریکا اقتصادي ګټې

د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د خبرو سربیره، آسیايي هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې به د امریکا ولسمشر په آسیا کې د خپل هېواد د اقتصادي ګټو پر ساتلو هم تمرکز وکړي.

د ولسمشر جورج بوش د جمهوري ریاست په دوران کې د ملي امنیت د شورا د آسیايي چارو مشر ډینس ویلډر وایې چې ولسمشر ټرمپ به د سیمې له هېوادونو څخه وغواړي چې له هند سره خپلې اړیکې قوي کړي.

امریکا ته تر بیرته ستنېدو مخکې به ولسمشر ټرمپ په فلیپين کې له ولسمشر رودریګو ډوټیرټي سره وویني، له هغه جنجالي فلیپیني رهبر سره چې له بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن دی.

سپینه ماڼۍ وایې چې د لیدنې په جریان کې به په فلیپین کې د بشري حقونو مسله هم مطرح شي.

آسیا ته د ټرمپ سفر؛ پر شمالي کوریا د فشار راوړلو لپاره هڅه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

XS
SM
MD
LG