د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل – حماس جګړه : امریکا له محمود عباس غوښتي په اسرائیل د حماس بریدونه وغندي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن شنبه اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) ناوخته د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې په اسرائیل د حماس برید وغندي.

ښاغلی عباس د فتح ګوند مشر دی چې د فلسطین تر قبضې لاندې لویدیځه غاړه کې مرکز لري خو د غزې په تړانګې بیا د حماس کنټرول دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دې خبرو په هکله ویل شوي چې ښاغلي بلینکن په سیمې کې د مشرانو څخه غوښتي چې په اسرائیل د حماس حمله وغندي.

په اعلامیې کې د ښاغلي عباس د ځواب یا نظر په هکله څه ندي ویل شوي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره یې خبرې کړي او خپل ملاتړ یې ورته څرګند کړی.

ښاغلي بایډن په اسرائیل د حماس برید غندلی او هغه یې "په انساني کچې ناوړه غمیزه" یاده کړې.

جمهور رئیس بایډن په یوې تلویزیونې وینا کې وویل، " د اسرائیل صدراعظم ته مې وویل چې متحده ایالات د دې ترهګریزونو بریدونو په مخکې د اسرائیل د ولس سره ولاړ دي".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د اسرائیل سره د امنیت لپاره د امریکا ملاتړ "لکه کاڼی سخت او ټینګ" دی.

جو بایډن همدارنګه خبرداری ورکړی چې په اسرائیل د حماس دا برید داسې یوه شیبه نده چې د اسرائیل ضد ډلې ترې د خپلې ګټې لپار کار واخلي.

هغه زیاته کړه، " نړۍ هر څه ګوري".
ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې پدې ټینګار وکړ چې اسرائیل د خپل ځان د دفاع حق لري.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې امریکا په سیمه کې د نورو حکومتونو سره په ګډه کار کوي تر څو یقیني کړي د اسرائیل – حماس تر منځ دا جګړه پراخه نه شي او یوازې تر غزې پورې محدوده پاتې شي.

سره لدې چې د حماس سره د ایران ملاتړ د پخوا راهیسې ښکار دی خو د امریکا دې جګپوړي چارواکي وویل تر اوسه داسې ځانګړي معلومات نشته چې ګواکې پدې برید کې ایران لاس درلود.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیا پرته لدې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، تور یې لګولی چې په اسرائیل د حماس بریدونه په غیر مستقیمه توګه د بایډن په مالي لګښت شوي.

ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته تر دې دمه د جمهوري غوښتونکي ګوند تر ټولو مخکښ کاندید دی، په یوې اعلامیې کې د حماس دا بریدونه له شرمه ډک بللې او ویلي یې دي چې اسرائیل په فوق العاده ځواک سره د خپل ځان د دفاع حق لري.

د ټرمپ په اعلامیې کې راغلي، " له بده مرغه، د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالرو دې بریدونو ته مالي امکانات برابر کړي چې ډیر راپورونه وایي د بایډن حکومت لخوا راغلي دي".

د ټرمپ تر څنګ یو شمیر جمهوري غوښتونکي ویلي د حماس بریدونو ته دا پیسې د هغو ۶ ملیارد ډالرو له مخې برابرې شوي چې متحده ایالاتو ایران سره د یوې معاملې له مخې خوشې کړل.
خو د سپینې ماڼې د ویاند مرستیال انډریو باټیس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې دا ډول څرګندونې " په هر لحاظ شرمناک " دي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې په اوس وخت کې دواړه ګوندونه باید په بشپړه توګه د اسرائیل دفاع ته ودریږي.
په اسرائیل کې چارواکو ویلي چې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپي شویدي.

ویل کیږي چې د اسرائیل یو شمیر سرتیري او ملکیان هم نیول شوي او غزې ته وړل شوي خو شمیر یې ندی څرګند.

په همدې حال کې په غزې کې د فلسطین عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل د هوایي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وژل شوي او ۱۶۱۰ نور ټپي شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG