د لاس رسي وړ اتصالات

نډ پرایس: امریکا په یوازې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین چاره نشي کولی


د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سیمې په هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان سره بشري مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سیمې په هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چاو د وزارت ویاند نډ پرایس وایي چې د ژمي په راتګ سره په افغاانستان کې بشري وضعیت لا خراب شوی.

ښاغلي پرایس د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د څو سازمانانو په ګډون د نړیوالو ادارو سره ګډ کار کوي چې د افغانستان ولس ته بشري مرستې ورسوي خو زیاته یې کړه چې امریکا دا کار په یوازې سر نشي کولی.

د بهرنیو چارو د وزرت ویاند وویل چې په افغانستان کې دا بشري وضعیت د اوسنیو شرایطو له کبله نه بلکې د افغانستان څخه د امریکا په مشري د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې هم ستونزې ډیرې وې.

هغه د څو کالونو راهیسې وچکالۍ او دوامدارې جګړې او له بلې خوا یو داسې اقتصاد چې د لسیزو راپدیخوا یې اتکا په بهرنیو مرستو وه، د بشري ناورین عوامل یاد کړل.

خو نډ پرایس ټینګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شو.

ښاغلي پرایس په افغانستان کې د ژمي راتګ ته په اشارې وویل، " د ژمي په راتګ سره زمونږ اندیښنې ډیریږي او مونږ د افغانستان د ولس د خیر ښیګڼې په هکله اندیښمن یو".

د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سره، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې هیواد یې د افغانستان د ولس سره د بشري مرستو په برخې کې د رهبرۍ نقش لري او یوازې د اګست د میاشتې راپدیخوا یې ۲۸۰ میلیون ډالر بشري مرستې د افغانستان د ولس سره کړیدي.

دغه امریکایي چارواکي همدارنګه وویل چې د روان کال راهیسې متحده ایالاتو د افغانستان د ولس سره تقریباً ۴۷۵ میلیون ډالره مرستې کړیدي.

د افغانستان سره د عامې روغتیا په برخې کې د مرستو په هکله نیډ پرایس وویل چې یوازې پدې تیرو څو ورځو کې یې د ملګرو ملتونو د کرونا ضد واکسین د ویش د ځانګړي پروګرام له لارې د افغانستان سره د ۱ میلیون ډوزه اضافي واکسین اعلان کړی چې پدې سره د امریکا لخوا افغانستان ته ټولو ورکړل شویو واکسین شمیر تقریباً ۴.۳ میلیون ته ورسیده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه وویل چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د نورو سازمانانو په ګډون د (UNDP)سره کار کوي چې نه یوازې د افغانستان د ولس سره بشري مرستې وشي بلکې د افغانستان د اقتصاد سره د نغدو پیسو د ورکړې لپاره هم شرایط برابر شي.

سره لدې چې ښاغلي پرایس په خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولس سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړله خو د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ملیارده کنګل شویو شتمنیو په هکله یې څه ونه ویل.

امریکا دا پیسې وروسته تر هغه کنګل کړلې چې طالبانو په افغانستان کې کې واک تر لاسه کړ. طالبانو په وار وار ددې شتمنیو د خلاصولو غوښتنه کړې خو سپینه ماڼۍ وایي تر اوسه د دې شتمنیو د خلاصولو لپاره هیڅ پلان نشته. په واشنګټن یو شمیر میشتو افغانانو هم تیره ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي و او ددې شتمینو د خلاصولو غوښتنه یې کوله.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په خبري کنفرانس کېد متحده ایالاتو د حکومت د څو اقداماتو یادونه وکړله چې د افغانستان د ولس سره د بشري او نورو مرستو رسولو کې مرسته کوي. هغه وویل چې د خزانې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر څو مجوزونه صادر کړي.

سره لدې چې نیډ پرایس وویل هیواد یې د افغانستان د ولس سره د بشري مرستو په برخې کې تر ټولو مخکښ دی خو پدې یې هم ټینګار وکړ چې واشنګټن په یوازې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین چاره نشي کولی.

هغه پرته لدې چې د کوم هیواد نوم واخلي، وویل چې د سیمې د هیوادونو ګټې په خوندي او امن افغانستان کې دي او باید چې د دې بشري ناورین په برخې کې خپله همکاري ونه سپموي.

XS
SM
MD
LG